افغان سوله او د امریکایي چارواکو ضد او نقیض څرګندونې
خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره هڅې یو ځل بیا ګړندۍ شوې دي خو امریکایي چارواکي بېلا بېل نظرونه لري.
د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره د هڅو له بیا پیلېدو سره سم په افغان جګړه کې لوی شریک امریکا هغه هېواد دی چې لوړ پوړي چارواکي یې په دې وروستیو کې د خپلو ځواکونو د وتلو په هکله ضد او نقیض څرګندونې کوي.
له وسله والو طالبانو سره د امریکا د سولې په تړون کې د دغه هېواد د ځواکونو وتل مهم ټکی بلل کېږي چې ژمنه شوې ده د یو نیم کال په لړ کې به په بشپړه توګه له افغانستان څخه وځي خو په دې وروستیو کې د امریکا د یو شمېر وتلو سیاستوالو له څرګندونو داسې معلومېږي چې ښایي د افغان جګړې تنور یو ځل بیا ګرم شي.
که څه هم له امریکا سره د طالبانو له هوکړې را په دې خوا طالبانو او نورو ورته ترهګرو ډلو په افغان امنیتي ځواکونو باندې خپل بریدونه زیات کړي دي او په همدې لړ کې یې سلګونه ملیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سد خپلو سرتېرو ویستلو ته بېړه لري او د شنونکو په وینا سنوموړی هڅه کوي په دې کار سره د امریکا په را روانو ولسمشریزو تاکنو کې خپل دریځ پوخ کړي خو ورسره هم مهاله پنټاګون او د سیال ډیموکرات ګوند یو شمېر مشهور سیاستوال له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د نه وتلو لپاره ټینګار کوي. دوی وایي په دې سره به په افغانستان کې یو خل بیا په لوی لاس د ترهګریزو فعالیتونو لپار برأت ورکړل شي چې په وینا یې دا به د امریکا لپاره هم لویه بیه پرې کول وي.
له دیموکراتانو سربېره اوس د جمهوریت بال ګوند یو شمېر مشهورو سیاستوالو هم په افغانستان کې د خپلو خواکونو له شتون څخه دفاع کړې ده. د امریکا د سنا مجلس یوه جمهوریت پال غړي چې په سنا کې د دغه ګونډ مشري هم کوي، وایي چې امریکا باید په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره کافي حضور ولري.
د مچ مک کانل په نوم دغه جمهوریت پال زیاتوي، دا چې افغانستان د عراق، سوریې او سوریې په برخلیک اخته نه شي، په کار ده چې یو شمېر امریکایي ځواکونه پاتې شی. نوموړی همداراز وایي چې په وسله والو طالبانو هم باور نشته چې ګواکې دوی به له القایدې سره اړیکې وشلوي.
د امریکایي چارواکو ضد او نقیض څرګندونې، د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو پر وړاندې د وسله والو طالبانو د بریدونو زیاتېدو د عامو افغانانو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي. دا چې افغانستان کوم برخیلک سره مخ کېږي، لا له وخت وړاندې خبره ده خو یو شمېر شنونکي وایي چې افغانستان له یو خورا حساس پړاو څخه تېرېږي چې په وینا یې باید ډېر په تدبیر قدمونه کېښودل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.