د بوروندي ولسمشر په کرونا بې باورۍ وواژه
خبریال وېب پانه/د افریقا په زړه کې د پروت بوروندي هېواد له ولسشمریزو تاکنو یوازې دوې اونۍ وروسته په ظاهره د زړه حملې له امله ومړ.
د بوروندي هېواد ولسمشر پیئر انکرونزیزا د چې په کرونا باندې یې باور نه درلود او د دغې وبا په اوج کې یې ولسمشریزې ټاکنې وکړې، تېره ورځ یې د والیبال کولو پر مهال د زړه سکته وکړه او روغتون ته له رسېدو سره یې ساه ورکړه. چارواکي وایي نوموړی په کرونا وبا باندې اخته ؤ خو ورته بې تفاوته ؤ.
بوروندي د افریقا په زړه کې قرار لري او د ۱۲ ملیونري نفوس په درلودلو سره د نړۍ په کچه یو بېوزله هېواد ګڼل کېږي.
په پیئر انکرونزیزا باندې پرون د سه شنبې په ورځ د والیبال لوبې کولو پر مهال د زړه سکته راغله او روغتون ته له لېږدولو وروسته یې ساه ورکړه.
د دغه هېواد چارواکي وایي چې څو ورځې وړاندې د نوموړي مېرمن په کرونا وبا اخته شوې وه چې د بوروندي هېواد پلازمېنې کنیا په یوه روغتون کې بیستر شوه. دوی زیاتوي چې پیئر انکرونزیزا هم په کرونا وبا اخته ؤ خو د خپل ضد له امله چې په دغې ناروغۍ باندې یې باور نه درلود، ومړ.
انکرونزیزا په ۲۰۰۵ ز کال کې واک ته ورسېد او په ۲۰۱۵ ز کال کې یې د دریم ځل لپاره ځان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړ، چې په دغه هېواد کې د سختو مخالفتونو سره مخ شو. په دغه کال کې خونړیو لاریونونو د څه د پاسه ۱۲۰۰ کسانو ژوند واخیست او شاوخوا ۴۰ سوه زره کسان په دغو توندو لاریونونو کې بې ځایه شول.
وروستۍ ټاکنې دوې اونۍ وړاندې د کرونا وبا په اعظمي حالت کې په پلازمېنه او یو شمېر نورو ښارونو کې ترسره شوې. که څه هم په دغو ټاکنو کې نوموړی پخپله نوماند نه شو او د نوموړي په غیاب کې اواریست اندایشیمیه ځان نوماند کړ چې د ۶۸ سلنه رایې په تر لاسه کولو سره واک ته ورسېد.
کرونا وبا اوس هم په ټوله نړۍ کې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی خو ځینو هېوادونو قابو کړی دی او په خپلو هېوادونو کې یې ګرځبندیزونه هم نرم کړي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.