The news is by your side.

د کندز د هندواڼو حاصل ۱۰۰ زره ټنو ته رسیږي

خبریال وېب پاڼه/ سږکال د کندز د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسیږي.

د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ارزونې او وړاندوینې ښیي، چې په دې ولایت کې د هندواڼو د پالیزونو د حاصل سږنۍ کچه به نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.

د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وایي، چې سږکال د هندواڼو پالیزونو لپار اقلیمي شرایط ښه و او دغه راز د هندواڼو کرکېله هم زیاته شوې ده.

هغه وویل سږکال په نږدې درې زره او ۴۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوې ده.

تېرکال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې او د ارزونې له مخې له دغو کروندو څخه نږدې ۹۳ زره او ۳۵۲ ټنه هندواڼې لاسته راغلل.

د کندز د کرنې رییس وايي، سږکال د هندواڼو د کرکېلي کچه نږدې ۱۲۶ هکټاره زیاته شوې ده او په همدې توګه د اټکل له مخې د هندواڼو په تولید کې به هم نږدې اووه زره ټنه زیاتوالی راشي.

د کندز د کرنې رییس زیاته کړه، چې سږکال د خټکیو پالیزونه هم نږدې ۱۷ هکټاره زیاته شوې ده او وايي چې په روان کال کې د خټکیو د کرکېلي سیمې نږدې څلور زره او ۳۶۵ هکټاره او تولید یې هم نږدې ۱۰۲ زره او ۴۰۰ ټنه اټکل شوې ده.

په همدې حال کې یو شمېر بزګران وایي، چې سږکال د هندواڼو او خټکیو د حاصلاتو کچه ډېره ښه ښکاري.

د ګل تپې ولسوالۍ یو تن بزګر ظریف چې ۲۸۰ جریبه ځمکه کې یې هندواڼې او خټکي کرلي وایي، چې سږکال به یې د حاصلاتو کچه ډېره وي.

هغه وویل، چې په معمولي ډول سږکال یوه هندواڼه ۱۶ کیلو ګرام وزن لري.

دغه بزګر د حاصلاتو پر زیاتوالي خوښ دی.

په همدې حال کې د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دې ولایت بزګران ملاتړ شوي دي
او په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوي دي.

د کندز د کرنې ریاست په خبره د پیازو د ۱۰۴ زېرمتونونه، د کچالو ۱۵ زېرمتونونه، ۱۰۲ ممیز خونې او د سارک موډل صفر انرژۍ پنځه سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوي چې، ټاکل شوې تر راتلونکو څو میاشتو پورې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

خو باید وویل شي، چې دغه زېرمتونونه د هندواڼو او خټکیو د ساتلو ځانګړتیا نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance