کونړ والي: څو چې په دغه ولایت یم پاکستان یوه لوېشت خاوره نه شي لاندې کولای
خبریال وېب پاڼه/ پاکستان ډيورنډ کرښي کې تاسیسات د اغزن تار د سړک جوړېدو چاري پیل کړي.
پاکستان د ډيورنډ له کرښي دې خوا د کونړ په خاوره کې نظامي تاسیسات جوړ کړي او د اغزن تار ترڅنګ يي د یوه لوی سړک د جوړېدو چارې هم په بشپړېدو دي.
د کونړ ولایتي شورا غړي او قومي مشران وايي دغه هېواد اوس د شپې له خوا د غرو په سرونو او پوستو کې څراغونه روښانه کوي چې دوی ته د زغم وړ نه دي.
دوی وايي ټولي هغه لوړې څوکي چې پخوا د جهاد مرکزونه وو اوس د پاکستان په لاس کې دي او پوستې يي پرې جوړي کړي دي.
د کونړ والي د پاکستان مخکې راتګ نه مني او وايي هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد دې مخکې راشي او تاسیسات دې جوړ کړي.
په کونړ ولایت د پاکستان تر پنځلس کلني توپ ویشتنې وروسته اوس دغې هېواد په ډیورنډ کرښه کې تحرکات پيل کړي دي.
د دغه ولایت ولایتي شورا غړي او قومي مشران وايي پاکستان له ډیورنډ کرښې دې خوا پوځي تاسیسات، اغزن تار او سړک جوړل پیل کړي او کارونه يي هم مخ په خلاصېدو دي.
دوی وايي د کونړ په پنځو سرحدي ولسوالیو کې پاکستان دغه چاره پیل کړې خو حکومت ورته لاس تر زنې ناست دی.
قومي مشران وايي دغه سیمې په اوسني حکومت کې د پاکستان له خوا نیول شوي.
د کونړ والي وايي دغه ولایت په ډیورنډ کرښي ۱۳۱ کیلومتره ساحه لري، خو د پاکستان له خوا د اغزن تار ،تاسیساتو او سړک جوړول ردوي او وايي تر هغې چې دلته دنده لري پاکستان ترې یوه لوېشت خاوره نه شي لاندې کولای.
نه یوازې کونړ بلکې د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې هم پاکستان پوځي تاسیسات جوړ کړي دي.
قومی مشران وایي په وار وار يې له مسؤولینو سره شریکه کړې او ورته یې د پاکستان د دغې پوستو شکایت وکړ خو تر دا مهاله يې چا مخه نه ده نیولې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.