٨ میلیون افغان ماشومان بشري مرستو ته اړمن دي
خبریال وېب پاڼه/ د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ ویلي، ٨,١٢ افغان ماشومان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ یا سېو دې چېلډرن تر دې وړاندې بشري مرستو ته د اړمنو ماشومانو شمېر ٥,٢٦ میلیونه ښوولی وو.
بشري مرستو د اړمنو ماشومانو دا شمېر له ٥ میلیونو څخه ٨ میلیونو ته د لوړېدو لامل یې کورونا ویروس دی، چې له کبله یې د افغان ماشومانو وضعیت لا نور بدتر کړی دی.
د سېو دې چېلډرن مؤسسه وایي، د کرونا ویروس له کبله د قرنطین په موده کې کورنۍ د سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې دوی نه شي کولی خپلو ماشومانو ته مناسب خواړه پیدا کړي، نو په دې توګه دا ماشومان د ځور سره مخ دي.
یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې غواړي چې اړمنو افغان ماشومانو ته د لومړنیو خوراکي مرستو د رسولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
تر دې میاشت وړاندې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ویلي وو، چې د کرونا ویروس له کبله سربېره پرې دې چې افغان ماشومان د دې ویروس له خطر سره مخ دي ورسره جوخت د لوږې له خطر سره هم مخ دي.
دا چې د قرنطین موده چې کاروبارونه پر ټپه ولاړ دي او زیات شمېر ماشومان د کورنیو لپاره د نفقې ګټیالان دي، نه شي کولی په دې سختو شرایطو کې کورنیو ته نفقه پیدا کړي چې ورسره دوی هم ځوریږي، د لوږې له امله د خورا ځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ یا سېو دې چېلډرن وایي، څو چې حکومت د ماشومانو د ملاتړ قانون تصویب او وروستی نه کړي، هېڅ پروګرامونه به د ماشومانو پر ژوند اوږد مهاله اغېز ونه لري.
افغانستان کې د یاد بنسټ ویانده مریم عطایي ټینګار کوي چې د قرنطین په موده کې د ماشومانو د ملاتړ قانون وروستي کېدل باید د حکومت له لومړیتوبونو وي.
تېر کال د ماشومانو د ملاتړ قانون د ولسي جرګې له لوري تصویب شو خو د یو شمېر وکیلانو د مخالفتونو له امله څو ځل رایې اچونې ته وړاندې شو، چې لا هم دا قانون وروستی شوی نه دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.