The news is by your side.

تر خونړي برید وروسته د دشت برچي زېږنتون تړل کېږي

خبریال وېب پاڼه/د بې پولې ډاکترانو په خپله وروستۍ بیانیه کې ویلي دي چې دوی به د دشت برچي زیږنتون د ناروغانو پر مخ وتړي.

وروسته له هغه چې د روژې په مبارکه میاشت کې د دشت برچي په ۲۰۰ بیستریز زېږنتون باندې د ترهګرو لخوا برید وشو او د یو شمېر تازه زږېدلو ماشومانو په ګډون په کې شاوخوا ۲۴ ملکیان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول، اوس د بې پولې ډاکترانو ویلي چې پرېکړه یې کړې د دشت برچي برخې روغتون به تړي.

د برچې پر ۲۰۰ بستیریز روغتون چې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې له لوري اداره کېږي، د مې د ۱۲ نېټې د برید مسوولیت په ظاهره داعش ډلې به غاړه واخیست خو حکومت یې پړه پر طالبانو اوله. دا حمله په ټوله نړۍ کې د غوسې لامل شوه.

د امریکا متحدو ایالتونو داعش یا اسلامي دولت وسله والو سختدریځه ډله په دې برید کې په لاس لرلو تورنه کړه خو د افغانستان حکومت طالبانو ته د تور ګوته ونیوله.

شنونکي وايي، د برچي روغتون برید غالباً داعش یا هغو عناصرو کړی چې غوښتل یې د افغانستان حکومت وپاروي او له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې بهیر له خنډ سره مخامخ کړي.

دوی په ورته وخت کې باور لري چې د وزیر اکبرخان او شېرشاه سوري جوماتونو امامان طالبانو شهیدان کړي دي ځکه چې دې ډلې تر دې پخوا هم په سلګونو دیني عالمان په شهادت رسولي دي.

داعش د وزیراکبرخان جومات د امام مولانا محمد ایاز نیازي د وژلو مسوولیت وروسته له دې په غاړه واخیست چې یوه ورځ او یوه شپه کومې بلې ډلې څه ونه ویل.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې عمومي ريیس تیري الافورت وویل، په جګړه ځپلي افغانستان کې یې هیڅکله فکر نه کاوه چې کومه ډله به پر تازه زېږېدلیو او هغو ښځو حمله کوي چې ماشوم یې په نس کې وي یا یې تازه ماشوم زېږولی وي.

دا د تېرو دوو لسیزو جګړې تر ټولو خونړۍ او بوږنوونکې پېښه وه چې په کور د ننه او بهر یې له ځان سره غندنې لرلې.

الافورت په خپلو څرګندونو کې وویل چې نن موږ باید دا حقیقت ومنو چې لوړ دېوالونه او کلکې امنیتي دروازې د داسې وحشتناکو بریدونو د بیا تکرارېدو مخه نه شي نیولی.

په ۲۰۱۹ م کال د برچي روغتون په زېږنتون کې ۱۶ زره ماشومان وزېږېدل. متخصصانو هغوی ته وړیا طبي خدمات وړاندې کړل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی اکمل سمسور وايي، د زېږنتون بندېدل لوی زیان دی او هیله لري چې د بې پولې ډاکترانو ټولنه پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance