اصفهان کې څلور نور افغانان په سیند کې ډوب شوي
خبریال وېب پاڼه/د ایران په اصفهان ولایت کې څلور افغان مهاجر د زایده رود بند کې د یو کس د ژغورلو په لړ کې ډوب شوي دي.
وروسته له هغه چې څه موده مخکې د ایران په یزد کې د دغه هېواد د پولیسو لخوا د افغان مهاجرو موټر وسوځول شو او دری تنه افغانان په کې شهیدان شول، اوس تازه د دغه هېواد په اصفهان ولایت کې په ظاهره څلور افغان کډوال د خپلې کورنۍ د یو غړي د ژغورلو په لټه د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.
د اصفهان ولایتي چارواکو ایرنا آژانس ته ویلي دي چې پرون سه شنبې مازدیګر د اصفهان په زایده رود بند کې یو کس سیند ته له لوېدو وروسته څلور افغانان په اوبو کې ډوب شوي دي چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
دا پېښه وروسته له هغه را منځته کېږي چې یوه یې څه د پاسه یوه میاشت وړاندې په هریرود سیند کې د شاوخوا ۵۷ تنو افغان مهاجرو د ډوبولو او بله په یزد کې د مسافرو افغان کډوالو سپرلۍ موټر ته د اور ورته کولو وه چې دغې پېښو په کور د ننه او بهر نړۍ کې زیات غبرګونونه یې وپارول.
د اصفهان ولایت د بیړنیو پېښو ريیس منصور شیشه فروش وویل، په دغو څلور تنو وژل شویو کې ۳ ښځې او یو نارینه دی. دوی د زاینده رود سین بند ته تللي وو، لومړی یو تن په اوبو کې ډوب شو، ورپسې نورو د یو بل د ژغورلو لپاره اوبو ته ځانونه اچولي او ډوب شوي دي.
ایرنا آژانس په خپل راپور کې کاږي چې د دغو ډوب شویو افغانانو عمرونه د ۲۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ وو.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې هم په یوه ورته پېښه کې د ایران په یزد کې دری افغانان د نندارچیانو ایرانیانو پر وړاندې چې د اوبو غوښتنه یې ترې کوله، ساه ورکړه چې دغې پېښې توند غبرګونونه له ځان سره لرل او تر اوسه هم د له هېواد سربېره په اروپا او امریکا کې د ایران ضد لاریونونو روان دي.
ایران په سیمه کې د افغانستان له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې وخت ناوخت د افغان کډوالو سره په ناسم چلند باندې تورن وي.
د اصفهان د بیړنیو پېښو ريیس منصور شیشه فروش دا هم وویل چې د وژل شویو افغانانو مړي موندل شوي او له اوبو راایستل شوي دي.
ویل کېږي په دغه بندونه کې لامبو منع ده او د سږ کال له پیله تر اوسه پورې په اصفهان ولایت کې ۲۱ تنه ډوب شوي او مړه شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.