روغتیا وزارت: د اکیسجن د کمښت ستونزه به ژرحل شي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، هڅه کوي په هېواد کې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل کړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني نن د یوه شرکت له فعالیتونو د لیدنې پر مهال رسنیو ته ویلي، چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو له امله اکسیجن ته د خلکو اړتیا ډېره شوې ده نو ځکه دوی هڅه کوي لا ډېرې فابریکې په دې برخه کې فعالې کړي.
د ده په خبره د واحد په نامه د اکسیجن د تولید دغه شرکت د برېښنا پوروړی و او د ستونزو له امله تړل شوی و، چې اوس د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ او د خلکو په غوښتنه یې بیرته فعالیت پيل کړ.
په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو له ډېرېدو سره سم اکسیجن ته هم د خلکو اړتیا ډېره شوې ده.
ویل کېږي چې دمګړی د هېواد دولتي او خصوصي روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت داسې مهال هیواد کې د اکسیجن د کمیښت د ستونزې دحل ډاډ ورکوي، چې د هیواد له مرکز سربیره په ټولو ولایتونو کې خلک له دې ستونزې شکایتونه لري.
په خواله رسنیو کې هم د دې ستونزې له امله د عامې روغتیا وزارت په اړه خلکو نیوکې کولې او ویل یې یاد وزارت د بې کفایتۍ له امله خلک د اکسیجن د نه شتون له امله ژوند له لاسه ورکوي.
اوسمهال د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې له همدې ستونزې خلک شکایتونه لري او په دې برخه کې چارواکي هم د تولید د کمښت یادونه کوي.
ولسي خلک د دې ستونزې سربیره د اکسیجن د بیو له لوړوالو هم شکایتونه لري او وایي، له دې وړاندې به یې یوه ډبه په ۳ آن تر ۵۰۰ افغانیو ترلاسه کوله خو اوس له زرو افغانیو هم پورته شوې ده.
دوی وایي که حکومت د اکسیجن په برخه کې شته ستونزه حل نه کړي نو ښایي یو لوی ناورین رامنځته شي او ډير خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
څو ورځې وړاندې جمهور رئيس محمد اشرف غني هم د عامې روغتیا وزارت مسولینو ته سپارښتنه کړې وه چې به خپلو کارونو کې دې د اکسیجن ستونزې ته لومړیتوب ورکړي او د خلکو شکایتونو ته دې رسیدنه وکړي.
په دې اړه شکایتونه وروسته له هغې راپورته شول، چې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس پيښې زیاتې شوې او په زیات شمیر افغانان پرې اخته شول.
اوسمهال زرګونه کسان په ټول هیواد کې په دې ویروس اخته دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.