The news is by your side.

کراچۍ کې چاودنې د پاکساني پوځ دوه سرتېري هلاک کړل

خبریال وېب پاڼه/په کراچۍ ښار کې یوې بمي چاودنې د پاکستان دوه پوځیان هلاک کړي دي او ځینو نورو ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په کراچۍ ښار کې د پولیس پر یوه موټر چاودنې د دغه هېواد دوه پوځیان هلاک کړي دي او ځینو نورو ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کېږي پېښه هغه مهال را منځته شوه چې پاکستاني پوځیان په کراچۍ ښار کې د تېردو په حال کې وو، چې د سړک غاړې ماین پرې چاودنه وکړه او د یوه ملکي په ګډون دری پوځای په کې هلاک شول. په دې وروستیو کې په پاکستاني پوځیان خونړي بریدونه زیات شوي دي. چاودنه پرون جمعه د سند ایالت د کوېټې په ښار کې د رینجر امنیتي ځواکونو موټر ته نژدې شوې وه.

د حافظ عبدالقاد په نوم د فرانس خبري آژانس ته د کراچۍ یو امنیتي چارواکي ویلي دي چې په چاودنه کې د دغو ځواکونو دوه غړي هم وژل شوي دي.

یو بل امنیتي سرتېري چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، نموړي پېښه او په برید کې یوازې د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړ.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی او نه هم پاکستاني چارواکو کومې ډلې ته د پړې ګوته نیولې ده. په سند ایالت کې دا چاودنه داسې مهال کیږي چې پاکستان د لشکر طیبه څلور غړي د ترهګرو د مالي ملاتړو په تور په بند محکوم کړل.

په لاهور کې یوې ځانګړې محکمې د لشکر طیبه دوه غړي په پنځو کلونو او دوه نور یې په یو کال بند محکوم کړل.

دغه اورپکې ډله چې د پاکستان د پوځ ملاتړ له ځان سره لري، سیمه او په ځانګړې توګه هند او افغانستان کې د پاکستان په لارښوونه ترهګریز فعالیتونه کوي.

په هند کې هم وار له مخې دغه ترهګره ډله په یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورنه ده.

که څه هم پاکستان وايي چې په خپله خاوره کې یې د اورپکو ډلو په ضد قوي عملیات کړي دي او دا ډلې یې ځپلې دي، خو راپورونه وايي چې لا هم د پاکستان په ځینو برخو کې اورپکې ډلې فعالې دي.

په دغه هېواد کې د طالبانو او داعش په ګډون لسګونه ترهګرې ډلې روزل کېږي او بیا د منظمو پلانونو له مخې په سیمه کې هرج او مرج جوړوي. افغانستان او هند ډېری وخت له دغو ترهګریزو فعالیتونو څخه نړیوالې ټولنې ته شکایت کوي خو له فشارونو سره سره دغه هېواد د ترهګرۍ شا نه پرېږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance