The news is by your side.

ځینې طالب او حکومتي مرکچي پلاوي په کرونا اخته شوي

خبریال وېب پاڼه/د افغاستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتي کورفو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د دولت او طالباو یو شمېر مرکچي پلاوي په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي او له همدې امله د سولې بهیر هم ټکنی شوی دی.

د افغاستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتي کورفو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د دولت او طالبانو یو شمېر مرکچي پلاوي په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي او له همدې امله د بین الافغاني مذاکراتو هڅې ټکنۍ شوې دي.

ښاغلی سټیفانو پونتي وروسته له هغه د یو شمېر حکومتي او د وسله والو طالبانو د مرکچي پلاوو په کرونا وبا د اخته کېدو خبر ورکوي چې څه موده مخکې د حکومتي مذاکراتي پلاوي د کرونا د ټېسټ لړۍ پیل شوه.

په ورته وخت کې داسې راپورونه هم د طالبانو له ځینو مشرانو څخه رسنیز شوي دي چې ګواکې دغه وسله واله ډله د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل مرکچي پلاوی بدلوي او نور کسان دغې بهیر ته ور شاملوي.

ځینې افغان سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو دا کار هم د پاکستان مستقیم فرمایش دی او په وینا یې دغه هېواد هڅه کوي، په طالبانو باندې خپل نفوس قوي وساتي تر څو د بین الافغاني خبرو پر مهال خپلې ګټې هم پرې خوندي کړي.

د افغانستان لپاره د ناټو نوی ټاکل شوی ملکي استازی وايي، کرونا ویروس د ټولنې د نورو اړخو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسه هم اغېزمنه کړې ده. پونتي کورفو زیاتوي چې دا ستونزه به د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د کوم بدلون لامل نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا له شدت سره سره وسله والو طالبانو په خپلو بریدونو کې کمی نه دی راوستلی او هره ورځ لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي خو له امریکا سره یې هر اړخیز اوربند کړی دی او نورو ترهګرو ډلو هم له امریکا سره تر تړون را وروسته په افغانستان کې پر امریکایي لوري هېڅ برید کړی نه دی.

د یادولو وړ ده چې د همدې روانې جون میاشتې په لومړیو کې یوې غربي رسنۍ د ځینو طالب مشرانو په حواله ویلي وو چې ښایي د دغې وسله والې ډلې مشر ملا هیبت الله د کرونا وبا له امله مړ شوی وي.

په وروستیو دوو میاشتو کې د طالبانو په مشرتابه او جنګي مشرانو کې هم زیاتې تبدیلۍ راغلې دي چې خلک یې شکمن کړي دي.

تر اوسه طالبانو د خپل مرکچي پلاوي په کرونا باندې د اخته کېدو په هکله خبر ورکړی نه دی او نه یې په رسمي ډول د خپل مذاکراتي پلاوي د بدلولو په هکله څه ویلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance