The news is by your side.

روان کال کې به د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسیږي

خبریال وېب پاڼه/ په روان کال کې به د زعفرانو د تولید کچه لوړه اوسي.

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي په روان کال به د زعفرانو حاصلات له ۲۰ ټنو څخه زیات شي.

د کرنې وزارت وايي چې سږ کال د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې زعفران په ځمکو کې کرل شوي دي او وړاندوینه کیږي چې د دې کال تر وروستیو پورې به شل ټنو څخه زیات زعفران تولید او حاصلات ولري.

په پکتیکا کې سیمه اییز چارواکي هم وايي، چې سږ کال درې زره کیلو ګرامه د زعفرانو پياز په دې ولایت کې بزګروانو ته ویشل شوي دي او شونې ده چې په دې ولایت کې سرې طلا حاصلات زیاتوالی ومومي.

د هېواد ۳۴ ولایتونه د زعفرانو کښت لپاره مناسب پېژندل شوي دي خو په یو شمېر ولایتونو کې د زعفرانو تولید زیات دی او په ځینو کې بیا لږ دی.

خو هرات د هېواد د زعفرانو تر ټولو زیات تولید لري او په نورو ولایتونو کې هم د زعفرانو زیاتوالي لپاره هڅې پیل شوې دي.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي په یو شمېر ولسوالیو کې د نمایشي قطعاتو جوړښت ته په پام سره، سږکال به د هېواد د زعفرانو د تولید کچه لوړوالی ومومي او څه باندې شل ټنو ته به ورسیږي.

په داسې حال کې چې دغه شمېره تېر کال نوولس نیم ټنه ته رسېده.

په یو شمېر ولایتونو کې تر ډېره ښځې د زعفرانو د ټولولو کار، د کښت حاصل ترلاسه کولو او پروسس پورې برخې ترسره کوي.

پکتیکا له هغو ولایتونو څخه ده چې د زعفرانو کښت پکې زیاته مخینه نه لري؛ خو په دې وروستیو کې د دې ولایت کروندګر د زعفرانو کښت او ښه تولید ته لېواله شوي دي.

له دې سره، د کرونا ویروس د نورو برخو په خوا کې، د هېواد زعفرانو ته هم زیان رسولی دی.

یو شمېر سوداګر وایي چې دمګړۍ، ټول بازارونه د هېواد د زعفرانو پر مخ تړلي دي او هېڅ صادرات نه ترسره کیږي.

په ټول هېواد کې اوه زره او پنځه سوه هکتاره ځمکه د زعفرانو کښت لاندې ده او هر کال دغه برخه مخ په پراخوالي دي.

عربي هېوادونه د هېواد زعفرانو د پېر تر ټولو زیات عمده بازارونه شمېرل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.