The news is by your side.

کابل ته تګ – علي‌ وزیر او محسن داوړ پاکستان ایسار کړل

خبریال ډاټ کام / د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښه مشران او د پاکستان د قامي‌اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ پاکستاني سرحدي پولیسو افغانستان ته له تګ نه ایسار کړي دي‌.

دوی دواړه نن د کابل ته راتلل چې سبا د ولسمشر غني د لوړي په مراسمو کې ګډون وکړي‌.

محسن داوړ وايي چې د غلام قوم په توګه ژوند کول دا ستتونزي‌ لري چې خپل کورته به دي هم نه پرېږدي‌.

نوموړی  زیاتوي چې د لوړي مراسمو ته د تګ تر پوره تیاري وروسته یې را وګرځول .

وروسته له هغه چې دوی ته د سفر اجازه ورنکړل شوه، محسن دوړ پر خپلټوېټر پاڼه ولیکل چې د پاکسان د پلټنو فدرالي ادارې چارواکو ورته ویلي چې د پاکستاني پوځ په امر یې دوی له سفره منع کړي.

د پېښور په هوايي ډګر کې علي‌ وزیر یوځل بیا ولسمشر غني ته د بریا مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې د دریمې درجې د ښاري‌په توګه ژوند کول دا ستونزي لري ، خو باید مبارزه ګړندۍ وساتو .

د پاکستاني امنیتي ادارو په دغه عمل باندي‌ پښتنو سخت غبرګون ښو دلی دی . پښتانه وايي چې د پآکستان له لوري‌ داسي‌عمل شونی وو‌وخو که یو نه شو نو همېشه به له ورته حالت سره مخامخ یو .

سبا دوشنبه په کابل کې د ولسمشر غني د لوړي‌ مراسم کېږي چې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو میلمانه ورته رابلل شوي دي .

هم دغو مراسمو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هم وربلل شوي وو ،چې تر دم ګړیه یوازي د عبدالله ننګیال د ورتګ پخلی شوی دی .

ټکل دادی چې حکومت هڅه کوي چې ژر تر ژره د ولسمشر د لوړي‌ مراسم پر ځای کړي او له هغه وروسته د سولي‌پر خبرو جدي‌بحث وشي‌.

دغو مراسمو ته د میلمنو راتګ دوام لري‌ او په کابل کې د خبریال ویب پاڼې همکاران وايي‌ چې سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي‌ او د ښار پر واټونو په ځانګړي ډول هوايي ډګر ته پر تلونکو لارو له معمول نه زیات امنیتي ساتونکي لیدل کېږي‌.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰,۶۴ فیصده رایو په ګټلو، بریالی اعلان شو.

خو د محمد اشرف غني ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله دا اعلان ونه‌مانه او له خپله اړخه‌یې د ده په ټکو د ټول‌شموله دولت د جوړېدو خبره وکړه.

اوس د ښاغلي عبدالله د ویاند مرستیال امېد میثم وایي، سبا دوشنبه د ښاغلي عبدالله لوړې ته هم مېلمانه رابلل شوي دي.

هغه زیاته کړه: “د ټول شموله دولت د ولسمشر په توګه د عبدالله عبدالله لوړې ته ټولې تیارۍ نیول شوې دي، هڅه دا ده چې دا مراسم شانداره او د ټول شموله دولت او ثبات او هم‌پالنې ټيم وړ وي، دې مراسمو کې به د پام وړ مشران او سیاستوال ګډون وکړي.“

که څه هم د عبدالله عبدالله او اشرف غني ټیمونو له یوبل سره لیدلي دي او د ارګ سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې ستونزه حلېدونکې ده ،خو بیا هم ددواړو له لورو د لوړي د مراسمو نیول یوه لویه ننګونه ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance