سټیفانو؛ د طالبانو ډېری بندیان نه خوشي کېږي
خبریال وېب پاڼه/د ناټو ملکي استازي یو ځل بیا هم ټینګار کړی دی چې د طالبانو ډېری بندیان به د تاوتریخوالي د تداوم له امله خوشي نه شي.
د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د دوام په غبرګون کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو ډېری بندیان په خوشي نه شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال به پرې بحث کېږي.
وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړ، دغې ترهګرې ډلې په افغان وژنې باندې لاس پورې کړ او خپل بریدونه یې د پخوا په پرته په مراتبو زیات کړل.
شنونکي وایي، طالبان هڅه کوي د امریکا له نه مداخلې نه ګته پورته کړي او په خپو ظلمونو او افراطیتونو په ولس او هېواد کې د وېرې خپرولو په لړ کې ډېر امتیازات تر لاسه کړي. دوی همداراز وایي چې دغه وسله واله او ترهګره ډله چې د پاکستان کلک ملاتړ له ځان سره لري، غواړي یو ځل بیا د ۹۰ مې لسیزې په شان په افغانستان کې د پاکستان لپاره جګړه مخته یوسي او د نظام په کمزورۍ کې خپل رول ادا کړي.
وسله وال مخافین چې د پاکستان د څارګرې ادارې کلک ملاتړ له ځان سره لري، په دې وروستیو کې د جنګي تکتیک په بدلولو سره په افغانستان کې دیني علماء، د نظر خاوندان او ټول هغه ملکي او نظامي وګړي چې د هېواد پالنې او اسلام سالارۍ کلکې عقیدې لري، په نښه کوي او په شهادت یې رسوي.
دغې ترهګرې ډلې په افغان امنیتي ځواکونو، د سړکونو په ورانولو او د پلونو په الوځولو باندې یې هم سلاس پورې کړی دی او تر اوسه یې لسګونه پلونه او سړکونه اړولي دي. څېړونکي اندېښنه لري چې که د سولې بین الافغاني مذاکرات هر څومره ځنډېږي، زیان به یې افغان خاورې او له عامه تاسیساتو ورانولو سربېره ټول ولس ته رسېږي.
په دې وروستیو کې د کرونا وبا په راتګ سره د بین الافغاني مذاکراتو بهیر هم ځنډېدلی دی.
د ناټو ملکي استازي له یوې رسنۍ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د طالب بندیانو په خوشي کولو لګیا دی، یو شمېر طالبان به په لومړي سر کې خوشي نه کړي او دوی به د مذاکراتو پر مهال له بحثونو وروسته خوشي کېږي.
سټیفانو یو ځل بیا هم ویلي دي چې دوی به له افغان حکومت سره خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.