The news is by your side.

پښتین: د پاکستاني پولیسو وروستی چلند دانسانیت پرضدلوی جرم دی

خبریال وېب پاڼه / د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوه ټويټ پيغام کې په ټولنیزو رسنیو کې د عامر په نوم د پښتون ځوان د خپرې شوې ویډیو په اړه ویلي، د پولیسو له لوري یاده کړنه د انسانیت پر ضد لوی جرم دی.

نوموړي په ټویټ کې ویلي: (( په ویډیو کې دعامرپه نوم یو ځوان ، په داسې حال کې چې د پولیسو په توقیف کې د خورا غیر انساني او ذلیل چلند تابع کیږي، د چا د جامو او وقار ودرول او دا هم په کیمره کې د انسانیت پر ضد ترټولو لوی جرم دی.))

پښتین په خپل ټويټ کې ویلي، چې د چارواکو دغه غیر قضایي او غیر انساني کړنه ډير د غندنې وړ ده.

هغه ویلي: (( موږ دا پیښه په کلکو ټکو غندو او د قضایي کمیسیون څخه غوښتنه کوو، چې د پیښې تحقیقات وکړي او مجرمینو ته ټاکل شوې جریمه ولګوي.))

نن په ټولنیزو رسنیو کې د عامر په نوم د یوه ځوان بربنډه ویډیو د پولیسو له لوري خپره شوه چې په کې لومړی پولیس یاد ځوان وهي او ډبوي او بیا ترې کالي وباسي او ویډیو ترې کوي.

پولیسو له عامر سره په دې نوم دا ډول چلند کړی چې د دوی په خبره پولیسو ته یې په نشه یي حالت سپکې سپورې ویلي دي.

د عامر کورنۍ هم له پولیسو او چارواکو د انصاف غوښتنه کوي او وایي، ځوی یې بیګناه ووهل شو او لوڅه ویډیو یې به ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

دوی وایي مجرمین دې په سزا ورسول شي او قانونې پوښتنه دې ترې وشي.

له منظور پښتین وړاندې د پي ټي‌ ایم مخکښ مشر او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي علي وزیر هم په یو ټویټ کې د دې پیښې غندنه کړې ده.

نوموړي لیکلي: (( ښایي چې کوم وخت عامر پولیسو ته کنځلې کولې هغه به نشه کې و خو کوم دشرم ډک حرکت چې د پیښور پولیسو کړی هغه دانسانیت او ملکي ادارو په رویه یو تور داغ دی.))

د ده سربیره ډیری ټولنیزو فعالانو هم بیا په پولیسو نیوکې کړي دوی په خپلو لیکنو کې ویلي، چې:

((عامر تهکالی خو په نشه کې ، خو په په دې وروستیو کې دیو پوځي کرنل ښځې چې په هوش کې پولیسو ته کنځلې کړې وې نو هغې ته ولې پولیسو دڅه ویلو جرائ ونه کړ؟))

خلک په دې برخه کې پولیس په زور زیاتي تورنوي او وایي هیڅوک د چا د سپکاوي حق نه لري او په خبره یې پاکستانیو پولیسو دا کار کړی او پوښتنه یې باید وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance