The news is by your side.

ارګ ته تلونکي مېلمانه معاینه کېږي

خبریال ویب پاڼه/د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه ارګ ته د ننوتونکو کسانو معاینه کېږي. وروسته له هغه چې په سیمه او نړۍ کې د کرونا ویروس تیت او په زرګونه کسان ورباندې اخته شول، ارګ کې د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته د ورتلونکو کسانو معاینه کېږي.

تېره اونۍ د عامې روغتیا د وزیر وویل چې په افغانستان کې هم ۱۱۹ مشکوکې پېښې ثبت شوې او په خبره یې په هرات کې څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د کرونا ویروس د چین له ووهان ښار څخه د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېد او په نړیواله کچه تر یو لک زیات کسان پرې اخته شوي او تر ۳۰۰۰ بره کسان یې وژلي دي.

وروسته له هغه چې له چین څخه ایران ته دغه وژونکي ویروس ورسېدو، افغانستان په مشروط ډول له ایران سره د یوې ورځې لپاره خپلې پولې وتړلې خو بیا یې بېرته پرانیستلې. افغانستان له چین او ایران سره ګڼې تجارتي اړیکې لري او وخت ناوخت یادو شویو هېوادونو ته سفرونه کوي.

دا چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته څه پاسه ۴۰۰۰ زره کورني او بهرني مېلمانه بلل شوي دي. مېلمانه معاینهله کرونا وژونکي ویروس څخه د خلاصون په نیت د ارګ په ټولو دخولي دروازو کې د ډاکترانو ټیمونه ګومارل شوی چې ټول ننوتونکي  کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.