The news is by your side.

خلیلزاد: دجنوبي اومرکزي اسیا اتصال لپاره سوله ییز افغانستان مهم دی

خبریال وېب پاڼه / افغان سوله کې د نویو اقداماتو په پایله کې زملي خلیلزاد د مرکزي اسیا له پنځو هیوادونو

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  ویلي، چې د مرکزي اسیا د پرمختګ لپاره یوه سوله ییز افغانستان ته اړتیا ده.

خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي ، چې په تاشکند کې یې د سي ۵ هېوادونو په غونډه کې ګډون کړی دی او هلته یې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

هغه ویلي، امریکا د یادو هېوادونو له خپلواکۍ ملاتړ کوي او پوره هڅه کوي، چې په دغه هېوادونو کې سترې انکشافي پروژې پیل او عملي کړي.

خلیلزاد لیکلي، چې امریکا به دې هڅه کې ده څو دغه هېوادونه دایمي پرمختګ ته ورسوي.

هغه په خپل ټوېټ کې زیاته کړې، چې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو په غونډه کې یې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې ناسته یې مثبته وه او د مرکزي اسیا هیوادونو ورته د مرستې ډاډ هم ورکړی دی.

په دې غونډه کې خلیلزاد ویلي، چې د مرکزي او جنوبي اسیا د یوځای کولو لپاره سوله ییز افغانستان ډیر مهم دی.

د هغه په خبره  که دغه هېواد امن کېږي نو په سیمه کې د پرمختګ او سولې سبب کېږي.

خلیلزاد د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو غوښتي، چې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او انکشاف په برخه کې همکاري وکړي.

افغان سولې ته یوځل بیا د افغانانو هیلې ډیرې شوي خو یو شمیر افغانان بیا په افغان سوله کې د ښکیلو اړخو هڅې منونکې نه بولي او وایي، چې که افغان حکومت او طالبان دواړه دا ډول پر مخ لاړ شي نو ستونزمنه ده، ژر دې بین الافغاني خبرې پيل شي.

سیاسي شنونکي وایي که څه هم د جګړې لوریو نرمښت ښودلی خو بیا هم په دې برخه کې اقدامات د منلو نه دي ځکه دوی وایي دلته یو شمیر هغه کسان چې افغان سولې سره مخالفت کوي هغوی ته د لاسوهنې زمینه برابریږي.

ټاکل شوې چې روانه عیسوي میاشت د افغان حکومت و طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شي خو د دې خبرو له پیل وړاندې په هیواد کې د طالبانو بریدونو هم زور اخیستی دی.

افغان حکومت هم تیره اونۍ ویلي وو چې وسله وال طالبان سولې ته ژمن نه دي ځکه یې بریدونه ډیر کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance