د ایران په مشهد ښار د کرونا دویمه څپه راغلې
خبریال وېب پاڼه/ ایران کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا مخ په ډېرېدو دی.
ایران کې له کرونا وبا سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د یاد ویروس له ویرې یې یو ځل بیا د ایران مشهد ښار قرنطین کړ.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په مشهد ښار کې د کرونا وبا مثبتو پېښو شمېر د دویم ځل لپاره مخ په ډېرېدو دی نو له همدې امله یې دا ښار د دویم ځل لپاره د یوې اونۍ لپاره قرنطین کړ.
ایران یو له هغو هیوادونو دی چې کرونا ویروس زیات زیانونه ور اړولي دي.
تر دې وړاندې د ایران د خراسان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال ویلي و، چې مشهد کې د کرونا وبا مثبتو پېښو شمېر مخ په لوړېدو دی او دا چاره د کرونا ویروس د دویمې څپې څرګندونه کوي.
هغه ویلي وو، چې ښایي دغه ښار یو ځل بیا د هر ډول کاروبار او تګ راتګ پر مخ وتړل شوي.
کرونا ویروس لومړی په چین کې راڅرګند شو او بیا یې د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو ته مخه وکړه او هره برخه یې زیانمنه کړه.
د کرونا وبا لاهم په ټوله نړۍ کې په خورا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه یې د ځپل شویو کسانو شمېر په ټوله نړۍ کې تر لس میلیونه اوښتی دی.
د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر لس ملیونو اوښتی او د دغې وبا له امله د مړو شویوکسانو شمېر هم تر نیم میلیونه زیات شوی دی.
امریکا لا هم د د کرونا ځپلو او د دغې وبا له امله د مړو په کتار کې لومړی ځای لري.
په دغه هېواد کې د کرونا له امله څه د پاسه ۲۵۹۶۵۳۷ کسان اغېزمن شوي دي او د مړو شویو کسانو شمېر یې هم د ۱۲۸ زرو نه پورته دی.
امریکا کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د سپينې ماڼۍ ارشد سلاکار آنتوني فاوچي په یوه خبري غونډه کې ویلي ، ښایي داسې ورځ هم راشي ، چې په دې هیواد کې په یوه ورځ ۱۰۰ زره مثبتې پیښې ثبت شي.
اوسمهال د امریکا په درېیو ایالتونو تګزاس، کلیفورنیا او آریزونا کې د کرونا مثبتې پېښې خورا ډېرې شوې دي، چې د امریکايي چارواکي یې اندیښمن کړي دي.
تازه د یاد هیواد حکومت امر کړی، چې د کرونا ویروس لپاره د واکسین جوړولو لړۍ هم باید چتکه شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.