The news is by your side.

لغمان کې کلیوالو میرمنو سلګونه غالۍ مارکیټ ته وړاندې کړي

خبریال وېب پاڼه /  په لغمان کې د کلیوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام له لارې میرمنو تر دې دمه ۵۷۹ تختې غالۍ  او ګيلمې مارکېټ ته د پلور لپاره وړاندې کړي دي.

د لغمان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسولین وايي، په دې غالیو کې بیلابیل ډولونه شامل دي او اوسمهال پلور ته وړاندې  شوي ، چې په خبره یې ښه ګرم بازار هم لري.

د یاد ریاست رئیس وایي په لغمان کې د کلیوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام یې په کال ۱۳۹۷ هـ کې پيل کړی دی.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس زیاتوي، چې دوی یواځې په مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې په مېرمنو ۳۷۰ کارګاوې ویشلي چې تراوسه پورې (۲۷۳۸) متره مربع غالۍ او ګلیم ترلاسه کړي.

مارکیټ ته په وړاندې شویو غالیو کې ۳۶۴ متره رنګه غالۍ او ۱۱۳ متره ساده غالۍ موجودې دي.

په دې پروګرام کې کاریګرې میرمنې هم خوښې دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او د خپل مټ په زور د کار په بدل کې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

دغه میرمنې بیا وایي که نوره مرسته ورسره وشي او یاهم خام مواد پر وخت ور ورسول شي نو دوی به لا ښه کار وکړي او ډیر تولید به ولري.

دوی وایي ډیرکله د خامو موادو په برخه کې له ستونزو سره مخې وي.

خو بل لورته چارواکي وایي تر اوسه پورې ۱۲۰ تختې ټغرونه هم تولید شوي، چې دا ټول په بازار کې په خورا لوړه بیه پلورل شوي.

د لغمان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې تر دې دمه په دې پروګرام کې ګډونوالو میرمنو (۵۰۴۵۵۳۵) افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

دوی وایي ، چې په دې پروګرام کې لسګونه میرمنې په کار بوختې دي او ډيری یې هغه کسان دي، چې کور سرپرستي ور ترغاړې ده.

جګړو په هر ډګر کې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي او میرمنې هم یو له هغو څخه دي چې ډیر زیان یې دوی ته رسیږي.

په ډیری کورنیو کې جګړو میندې کونډې کړي او په سپین سرونو یې د کور دروند مسولیت ور سپارلی دی.

خو عام خلک بیا په دې برخه کې د حکومت لږ کار هم په ډیر حسابوي ځکه دوی وایي، تر بل هرڅه باید حکومت د دې هیود کونډو او یتیمانو ته لومړیتوب ورکړي او ورته د کار زمینه برابره کړي.

عام خلک وایي، یو شمیر کورنۍ شته چې له ډيرې بې وزلۍ د بل در ته دریږي او سوال کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.