احمدضياء مسعود د عطاء محمد نور کلک مخالفت کړی
خبریال وېب پاڼه/ د جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیاء مسعود د عطاء محمد نور په مشرۍ د تیرې ورځې پرېکړه غندلې او هغه یې رد کړې ده.
احمدضیاء مسعود په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دا پرېکړه په خپل سر شوې او دی یې نه مني.
تېره ورځ ناوخته د د عطاء محمد نور په مشرۍ د جمعیت ګوند غړو په یوه پرېکړه کې صلاح الدین رباني د دغه ګوند له مشرۍ ګوښه او پر ځای یې عنایت الله شاداب د ګوند مشر وټاکه.
د دې پرېکړې په غبرګون کې د جمعیت مرستیال ویلي، چې عطاء محمد نور هیڅ د ګوښه کېدو صلاحیت نه لري او دا پرېکړه یې به خپل سر کړې ده.
په یاده پرېکړه کې، چې تیره ورځ د عطاء محمد نور په مشرۍ شوې وه د یاد ګوند د مهمو غړیو په شمول د مشرتابه شورا ۴۷ غړیو ګډون کړی وو.
د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرايي ريیس عطامحمد نور بې له دې چې د رباني برطرفۍ ته اشاره وکړي پر خپله فیسبوکپاڼه د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا د غونډې د یو شمېر پرېکړو یادونه کړې ده.
عطامحمد نور لیکلي، چې دا غونډه د ده په مشرۍ د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا په درو کې د څه باندې درې برخې غړیو په ګډون جوړه شوې وه او په هغې کې له طالبانو سره د پخلاینې، په حکومت کې د ګډون، بیارغونې او د جمعیت ګوند د لا فعالېدو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا د اکثریت غړیو پر ګډون د نور ټینګار ښيي، چې په غونډه کې کومه مهمه پرېکړه شوې ده.
نور ویلي چې د ګوند یو بنسټګر سید عنایت الله شاداب د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې د جمعیت ګوند د غونډو مشري په غاړه اخلي.
تیره ورځ عطا محمد نور ویلي چې له دې پرېکړې د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا ګڼو غړو ملاتړ کړی دی.
نور همداراز ویلي وو، چې د مشرتابه شورا له ۶۲ اوسنیو غړیو ۴۷ تنو د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.
تراوسه عطاالله محمد نور د جمعیت د ګوند د مرستیال احمدضیاء مسعود د مخالفت په اړه څه نه دي ویلي.
د جمعیت ګوند له کلونو راهیسې په هیواد کې سیاسي فعالیت لري.
عام خلک بیا په دې باور دي چې په هیواد کې روان حالت همدې سیاسي ډلګیو خراب کړي ځکه د دوی په باور د یو شمیر سیاسیونو ګټې په نا امنۍ کې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.