افغان حکومت دې د هدفي بریدونو مخنیوی وکړي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت نه غوښتي څو په دې هېواد کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.
ددغه کمیسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې د ناپېژانده کسانو او وسله والو له لوري د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو، دیني علماوو، مدني فعالینو، خبریالانو او ملکي وګړو هدفي بریدونه کېږي.
سرچینې ویلي، چې حکومت باید دا ډول بریدونه په جدي دول وڅېړي څو مخنیوی یې وشي او عاملین یې ونیسي.
د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمیسیون پر حکومت غږ کړی، چې یادې پېښې په جدي توګه وڅېړي او په راتلونکې کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.
دغه راز د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه چاودنه کې د خپلو دوو وژل شوو کارکوونکو په یاد غونډه جوړه کړې وه او له حکومت یې د دغه پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده.
د یادو کسانو کورنیو هم له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې عدالت تامین کړي او د پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل کې هدفي او مرموزو وژنو سخت زور اخیستی او خلک یې اندېښمن کړي دي.
د کابل د ښار اوسیدونکي وایي دوی له ویرې اوس له کورنو نشي وتلای ځکه د دوی په خبره ډیری کسان په هدفي ډول وژل کیږي او جرم یې معلوم نه وي.
د کابل اوسیدونکی محمد اکبر زیاتوي، چې د ډیری وژل شویو کسانو عاملین هم نه دي نیول شوي او په خبره یې لا نه پوهیږي چې څوک او په کوم علت ووژل شول.
په کابل ښار کې په دې وروستیو کې تر ډیره هغه کسان په نښه کیږي او په مرموز ډول وژل کیږي کوم چې مطرح او پيژندل شوي وي خو عام خلک وایي به دې وروستیو عام خلک هم امن کې نه دي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم په کابل ښار کې په دې وروستیو کې د نا امنیو خبره کوي او له حکومته یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
دوی وایي، ډیری خلک اوس له ویرې له خپلو کورونو هم نه شي وتلای ځکه هر ورځ یوه نه یوه پېښه رامنځه کیږي.
په کابل کې نه یواځې له هدفي وژنو شکایتونه ډیر دي بلکې د دې سربیره له غلو هم شکایتونه ډیر دي چې د لارې پر سر خلک لوټي او پیسې ترې اخلي.
خلک له حکومته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي او وايي هغه کسان دې ونیسي کوم چې په ښار کې په خپل سر وسلې ګرځوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.