The news is by your side.

کرونا ۲ میلیونه افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي

خبریال وېب پاڼه / افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب اداره وایي کرونا ویروس د کارکوونکو ماشومانو په ژوند سخته اغیزه کړې.

د یادې ادارې په وینا ، اوه ملیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي.

دوی زیاتوي افغانستان کې د کارکوونکو ماشومانو شمیره په چټکۍ سره په لوړیدو ده ، او شاوخوا دوه میلیونه ماشومان چې له پنځه کالو څخه کم عمر لري له سختې لوږې سره مخ دي.

بل لورته د ماشومانو د ساتنې بنسټونه وایي، د قرنطین شرایطو له امله د ماشومانو پروړاندې تاوتریخوالی ډیر شوی.

دوی وایي ډیری ماشومان له زده کړو هم بې برخې دي او آنلاین زده کړو ته لاس رسی نه لري.

د ماشومانو د ملاتړ اداره وایي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدل پر ماشومانو منفي اغیزه کړې ده.

دې ادارې ویلي، چې  د اپریل او می  میاشتو راپورونه دا په ډاګه کوي، چې له اوه میلیونو څخه ډیر ماشومان د قرنطین او بیکارۍ له امله بې ځایه شوي او د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

له کرونا وړاندې افغانستان کې ۵ اعشاریه ۲۶ میلیونه ماشومانو بشري مرستو ته اړتیا لرله.

په ورته مهال مریم عطایي د ماشومانو د ساتنې انستیتوت مطبوعاتي مسولې وویل: « کرونا ویروس په راتلو سره ۸ اعشاریه ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.»

هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه څلور یې ناچاره او بې وسه دي.

عطایي زیاته کړه د ماشومانو ناوړه وضعیت اوس هم دوام لري او زیاتوي د کرونا ویروس له خپریدو سره حکومت هم په کابل ، کندهار ، بلخ ، هرات او یو شمیر نورو ولایتونو کې کار کوي څو د زیانمنو وګړو مرسته وکړي.

د عامو خلکو په وینا هغه مرستندویه پروګرامونه، چې حکومت په لاره اچولې وو بریالي نه وو نو ځکه اړمن خلک نور هم زیانمن شول.

دوی وایي د اوړو او غنمو ویشلو پروسه کې ډيری مرستې اړمنو ته ونه رسیدې او هغو کسانو واخیستي چې یو څه یې لرل.

دعامو خلکو په خبره یوازې څلور نیم کیلوګرامه غنم هیڅکله هم د خلکو ستونزې نه شي حلولای.

بل لورته روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ویروس له رامنځته کیدو راهیسې تر دي دمه د دې ناروغۍ له امله د هیڅ ماشوم د مړینې خبر نه دی ور رسیدلی.

د یاد وزارت ویاند اکمل سمسور رسنیو ته وویل، چې د ماشومانو په منځ کې د کررونا د خلکو کچه خورا ټیټه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance