وروسته له دې به یوازې هرات زعفران نه تولیدوي
خبریال وېب پاڼه/د کرنې، اوبو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې هڅه کوي تر څو له هرات څخه د زعفرانو د کرکیلې لمن نورو ولایتونو ته هم وغځوي. اوس تازه په سرپل کې د زعفرانو لپاره ځانګړي فارمونه جوړوي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د زعفرانو کښت د ترویجولو په لړ کې دا ځل په سرپل ولایت کې د کروندګرو لپاره د زعفرانو ۳۲ فارمونه جوړوي.
په ورته وخت کې د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد سلیم رنجبر هم رسنیو ته ویلي دي چې؛ د پلاستيکي ټوکرۍ، ماسک، دستکشې، چمکۍ، امتیاز، زعفران سرې او فنګسي درمل توزیع شوي.
دولت په دې وروستیو کې هڅه کوي چې د زعفرانو د کرکیلې لمن پراخه کړي او له هرات هخوا په بادغېس، سرپل او ځینو نورو ولایتونو کې هم د دغه قیمتي بوټي کرکیله دود کړي.
ډېری شنونکي په دې باور دي چې په ځینو ولایتونو کې اقلیمي جوښت ته په کتو زعفران د نشه یي توکو د کرکیلې ښه معادل دي تر څو وکولی شو هېواد یو پر ځان بسیا دریځ ته بوځو.
د کرنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د سرپل ولایت د کرنې رییس له قوله راغلي چې د زعفرانو بلبونه او د زعفرانو وسایل هم کروندګرو ته توزیع شوي ترڅو ګټه اخیستونکو ته د کار کولو څرنګوالي وښودل شي.
سرپل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د زعفرانو د کښت او ودې لپاره ښه ځمکه لري. په دې وروستیو کلونو کې، په دغه ولایت کې پر څه باندې ۷۰ جریبه ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.
د کرنې، اوبو او مالدارۍ وزارت وایي چې په ۱۳۹۸ کال کې په سرپل ولایت کې کابو ۱۳۴ کیلوګرامه زعفران تولید شول.
دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې د کرنې او مالدارۍ وزارت په بادغېس کې هم د زعفرانو په حاصلاتو کې له ۳۶ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی ؤ. په بادغېس کې روان کال د زعفرانو د کرکیلې ځمکه ۱۰،۴۸۵ هکتاره ته رسېږي، چې د حاصلاتو میزان یې ۷۵،۵۸ کیلو ګرامو ته رسېږي، په داسې حال کې چې وړم کال دا شمېره ۳۵،۵ کیلو ګرامه وه.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.