The news is by your side.

روانه ترهګري زموږ د کانونو ویستلو لپاره د دوښمن هڅې دي

خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور خان پشتین وایي چې پر پښتنو روانه ترهګري موږ په سیمو کې د دوښمن لخوا د کانونو استخراج ته لار هوارول دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ محبوب مشر منظور خان پشتین په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې پر پښتنو روانه جګړه زموږ په سیمو کې د دوښمن لخوا د کانونو استخراج ته لار هوارول دي تر څو وکولی شي په غیر قانونوي توګه د لر او بر افغاستان کانونه غلا کړي.

دا ډول انګېرنې له وړاندې هم وې خو په دې وروستیو کې چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ویستلو اعلان کړی دی، له پاکستان سره په همغږۍ یې په لوی افغانستان کې ترهګریز بریدونه په مراتبو زیات کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تل د یادې شوې او نورو ورته ستونزو پر وړاندې غږ اوچت کړی او سره له دې چې د پاکستاني ریاست پر وړاندې یې ډېرې قربانۍ هم ورکړې دي، بیا هم مبارزه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو پر خاوره دې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او د پښتنو په سیمه دې د هدفي وژنو اصلي کسان معلوم کړل شي.

نوموړي ویلي آی ایس آی زموږ خبرې اوري خو په باجوړ او وزیریستان کې روانې هدفي وژنې بیا د نامعلومه وسله والو کار بولي.

پښتین پاکستاني حکومت ته په خطاب کې ویلي، په پاکستان کې داسې ځای نشته چې هغه دې له پوځ او استخباراتي ادارو څخه پټ وي نو بیا څه ډول ترهګر د تورو شیشو موټرو کې راځي او هدفي وژنې تر سره کوي کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دا هم ویلي چې روانه جګړه د پښتون میشته سیمو څخه د کانونو استخراج ته لاره هواروي او باید ددغه کار مخه ونیول شي.

پښتین زیاته کړې، په پښتنه خاوره ترهګرۍ یو ځل بیا زور اخیستی دی او ورځ تر بلې پکې وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی.

هغه پاکستانۍ ادارې له ترهګرو سره په لاس لرلو تورنې کړې او زیاته کړې یې ده چې روانه ترهګري دې ژر تر ژره ودرول شي.

منظور پښتین ویلي تیار دی چې له حکومت سره خبرې وکړي، خپلې غوښتنې ورسره شریکې کړي او په خبره یې چې د پښتنو د هرې سیمې حق به ورڅخه غواړي.

د ترهګرو وتمویلوونکې پاکستانۍ ادارې که څه هم څو ځله له دغه غورځنګ سره خبرو ته چمتووالی ښودلی خو دا چې په خپل دریځ کې ریښتیني نه دي، بېرته په شا شوي دي او د پښتنو ځپلو ته یې دوام ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.