د هلمند زده کړیالان ٨٥ سلنه انلاین زدکړو ته لاس رسی نه لري
خبریال وېب پاڼه/ په ټول هېواد کې د کرونا وبا له امله د دې لپاره چې درسي بهیر ونه درول شي نو انلاین زده کړو لړۍ پیل شوه خو د هلمند په شمول د ډېرو ولایتونو زده کړیالان له دې پروسې ناخوښ دي.
زده کړیالان وایې، ښوونکي او زده کړیالان له دې ټکنالوژۍ سره نا آشنا دي او د د ېزده کړې بهیر ۸۵ سلنه ناکام دی.
بل لوري ته د هلمند پوهنتون علمي مرستیال دا بهیر بریالې یادوي په داسې حال کې چې دغه پوهنتون د خپلو زده کړو بهیر لا هم په دې شپو او ورځو کې بشپړ کړی نه دی.
دا چي د کرونا وبا له امله په ټول افغانستان کي قرنطین په دې موخه وضعه شو چۍ دا ناروغي له یوه بل ته سرایت ونه کړي نو ورسره په دې موخه د لوړو زدکړو وزارت انلاین زده کړو بهیر رامنځه کړ، چې درسي بهیر ونه ځنډيږي او هم ورسره ویقایوي تدابیر مراعت شي.
خو دې وروستیو کي زده کړیالان پر لیکه یا انلاین زده کړو څخه سرټکوي او ور څخه ناخوښ دي .
دوي دا پروسه په دې خاطر بې نتیجې یاده کړې چي یو خو زده کړیالان اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای چي انټرنېټ فعاله کړي او که فعاله یې هم کړي په ساحو کې انټرنېټ کار نه کوي.
همدارنګه دوی بله ستونزه دا هم یاده کړه چې ډېری ښوونکي او زده کړیالان له ټکنالوژۍ سره نا اشنا دي
زده کړیالان نظري زده کړې پر انلاین غوره یادوي.
خو د هلمند پوهنتون علمي مرستیال انجینرمحمد نعیم دوست دا ومنل چي ښوونکي او زده کړیالان یې له ټکنالوژۍ او دې پروسې سره نا اشنا وو خو دا پروسه یې اویا سلنه بریالۍ یاده کړه.
دوست وايي ښوونکو تر خپله وسه پر وخت خپل درسونه کلاس روم ته اپلوډ کړي.
د هلمند پوهنتون علمي مرستیال دوست د دې یادونه هم وکړه چې دوی د ارزونې سیسټم لري چې له دې لارې دا معلوموي چې څومره په خپله موخه کې بریالي شوي، چې خپل درسي میتود عملي او دا میتود تر کومه حده بریالۍ او تر کومې کچې تدریس پرمختګ کړی دی.
ویل کیږي د زمري یا اسد پر ١٥مې نیټې به د نظري زده کړو پروسه بېرته پیل شي، خو په داسې حال کې چې د کرونا وبا لپاره لا هم تر ډېره د روغتیا نړیوال سازمان ته د قناعت وړ نه دی، ځکه دغه ناروغي لا اوس هم ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.