The news is by your side.

طالبان حکومتي قاضیان شهیدانوي، خپله صحرایي محکمې کوي

خبریال وېب پاڼه/په تېرو څو کلونو کې د وسله والو طالبانو لخوا پر حکومتي قاضیانو باندې هدفي بریدونه زیات شوي دي خو خپله صحرایي محکمې کوي.

د لوګر ولایتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د قاضیانو د نشتون له امله خلک اړ دي خپلې قضیې وسله والو طالبانو ته ور وړي، چې بیا د هغوی لخوا هم صحرایي محکمې کېږي او حق حقدار ته نه سپارل کېږي.

د لوګر ولایتي شورا غړي او اوسیدونکي وایي د دې ولایت به قضایي او عدلیې برخه کې د فساد د شتون له امله ډیری خلک مجبور دي خپلې دعوې د حل په موخه وسله والو طالبانو ته ور وړي، چې بیا له هغوی سره هم په لویو ستونزو کې را ګیر کېږي.

په ورته وخت کې بیا د لوګر ولایتي مسولین هم په یاده برخه کې د فساد د شتون خبره مني خو ژمنه کوي چې د فساد مخنیوي لپاره په جدي توګه مبارزه کوي.

د دوی په خبره ډیری وخت پر حکومت دا نیوکه کیږي چې په ادارتو کې د فساد د شتون په وجه ډیری خلکو له حکومت فاصله اخیستې او اړ دي چې د خپلو ستونزو د حل په موخه وسله والو ډلو ته ورشي.

ولایتي شورا مرستیال محمد قسیم خوشیوال خبریال ته وايي لوګر له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې په قضایي او عدلیې برخه کې د فساد د شتون او په زیاتو ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنولانو دندو ته د نه حاضرېدو له امله خلک اړ شوي چې وسله والو طالبانو ته ورشي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي او اوسیدونکي وایي په قضایي او عدلیې برخه کې فساد او د یادو ارګانونو لخوا د خلکو د دوسیو ځنډول د دې لامل شوي چې خلک خپلې بېلابېلې دوسیې د حل لپاره وسله والو طالبانو ته ور وړي.

په ورته وخت کې بیا د لوګر ولایتي چارواکي وایي چې په  دولتي ادارتو کې فساد د دې لامل شوی چې ولس له حکومت واټن واخلي او خپل دعوې طالبانو ته وړي او په قضایي او عدلیې برخه کې فساد شتون لري  خو چارواکي زیاتوي چې  د فساد مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه اوچت کړي دي او له خلکو غواړي چې د فساد سره په میارزه کې حکومت سره مرسته وکړي.

د لوګر ځايي اوسېدونکي  وايي چې مرکزي حکومت دې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي ترڅو دغه ستونزه حل شي او دوی له وسله والو طالبانو څخه په خپلو جنایي او نورو عرفي قضیو کې مرسته و نه غواړي.

لوګر د کابل په جنوب ختیځه څنډه کې پروت ولایت دی چې د نا امنۍ غږ یې تل پورته کېږي خو حکومت ورته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

اوس د نا امنیو له امله د لوګر زیات شمیر ولسوالیو کې قاضیان او څارنوالان نشته دي چې د دغه ولایت لرې پرتو سیمو د خلکو لپاره یې لویه ستونزه ولاړه کړي.

د یادونې ده چې وسله وال طالبان د ولسي خلکو قضیې د هغه چا په ګټه کوي چې له طالبانو سره یې اړیکې زیاتې وي او یا یې کوم خپلوان په سدغې وسله واله ډله کې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance