The news is by your side.

روزګان ولایت کې د ځوانانو بې کاري خورا لوړه شوې

خبریال وېب پاڼه/ په روزګان ولایت کې سلګونه ځوانان د جګړې او نا امنۍ له کبله بې کاره شوي دي.

د روزګان ځوانان وایي جګړې یې د ورځني کاروبار او کار او روزګار مخه ډپ کړې او چارې یې ټکنۍ شوي دي، دوی د بې کارۍ د زیاتېدو لامل نا امني بولي، چې له امله یې ان خپله ورځنۍ خرچه هم نه شي پیدا کولی.

د روزګان بې کار شوي ځوانان وایي، له دې سره چې کار او روزګار یې درېدلی او خپل ورځني لګښتونه نه شي پرې کولی، ورسره څنګ کې یې نور ملګري ناوړه کارونو ته اړ شوي او ورته یې مخه کړې ده.

ځوانان له حکومت او مسؤولو چارواکو غواړي چې د کار شرایط دې ور ته برابر کړي او پر دندو دې یې وګوماري.

دوی اندېښنه ښیي که جګړ او نا امنيه همداسې دوام وکړي او حکومت هم د دې ځوانانو د کار او دندږ غمه ونه خوري روزګاني ځوانان به لا بې لارې شي او مخه به یې ناوړه کارونو ته شي.

د روزګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم په دې ولایت کې د نا امنۍ له کبله د ځوانانو بې کاري تأییدوي او وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې د روزګان ډېر ځوانان بې کاره شوي دي.

د یاد ریاست مسؤولین وایي، د جګړو له کبله رغنیزې چارې په ټپه درېدلي او د کار ډېرې برخې له ستونزو سره مخ شوي، نو ځکه یې ډېر ځوانان بې کاژه شوي دي.

دوی وایي، موږ د حرفوي زده کړو په برخه کې ډېر ځوانان روزلي، خو اوس د بې کارۍ کشه ډېژه لوړه شوې او په راتلونکې کې به نور ځوانان هم وروزو.

په ټول هېواد کې جګړې او نا امنۍ د کار ټولې سرچینې له منځه وړي.

په افغانستان کې د تېرو ١٣ کلونو په پرتله بې کاري زیاته شوې او خلک هم د مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په هم مهاله توګه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله د ښارونو په قرنطین کېدو او د ګڼې ګوڼي او کار پر ځایونو د محدودیتونو په لګولو سره زیات شمېر هېواد وال بې کاره شول او په کورونو کېناستل.

د کرونا ویروس له امله د افغانستان اقتصاد هم مخ پر ځوړ راغی او ورسره زیاتې کورنۍ هم له مالي او اقتصادي اړخه وځپل شوې.

اوس هم زیاتې کورنۍ چې سرپرستاد یې بې روزګاره دي د سبا بېګا خوراک په ډېره ستتۍ پیدا کوي او یا هېڅ نه ور رسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance