ولسمشر غني د طالب زندانیانو د بخښلو فرمان لاس لیک کړ
خبریال ډاټ کام/ دا فرمان په سلسله واره توګه (۵۰۰۰) طالب زندانیان خوشي کوي چې لمړۍ (۱۰۰) کسیزه ډله به یې د درې ورځي وروسته د مارچ ماشتي پر ۱۴ نېټه آزاد کړل شي.
په لمړیو پنځو ورځو کې به (۵۰۰) او وروسته به د مارچ میاشتې تر پایه ټول (۱۵۰۰) طالب زندانیان ازادېږي.
تېره ورځ د ارګ سرچینو خبریال ډاټ کام ته ویلي وو چې لمړنۍ جوپه به (۵۰۰) طالب زندانیان وي، خو د سه شنبې په ورځ دا ستراتېژي بدله شوه .
ارګ وايي چې آزادې دونکي طالب زندانیان به لیکلې ژمنه کوي چې بېرته به د جنګ لیکو ته نه ځي ؛ او دوی به د بایومیټریک په وسیله راجستر کېږي.
دا لمړنۍ پنخلس سوه زندانیان به د پروان له زندان نه آزادېږي ؛ دوی کې به ډېره برخه هغه کسان وي چې یا یې عمرونه لوړ دي او یا هم ناروغه دي.
پاتې نور بندیان به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو په پایله کې خوشي شي .
ارګ وايي چې د ولسمشر ددغه مهم فرمان له مخي د مليامنیت شورا ددغه پروسې د سامبالښت دنده لري؛ خو نوري ادارې به یې مرسته هم کوي.
بل لورته طالبان وايي چې تر هغو به له افغان حکومت سره د سولي خبري نه بیلوي تر څو له زندانونو ټول ۵۰۰۰ طالب زندانیان نه وي خوشي شوي .
طالبان دا شک هم کوي چې ښايي ځیني زندانیان د ځینو حکومتي چارواکو له لوري بدل کړل شي ځکه دوی ویلي دی چې د طالبانو یو پلاوی به د زندانیانو د هویت پخلی کوياو بیا به طالبانو ته په یوه دښته کې ورسپارل کېږي.
د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګیټ خبر ورکړ چې له افغانستان څخه یې د عسکرو د وتلو لړۍ پیل کړه .نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې : “امریکايي ځواکونه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحیتونه په واک کې لري چې په کې د داعش د خراسان او القاعدې ډلو د ختمولو او د ترویزم خلاف عملیات او د افغانستان د امنیتي او د فاعي ځواکونو ننګه شامل دي.“
د امریکا متحده ایالاتو پوځ به په (۱۳۵) ورځو کې له (۱۳۰۰۰) نه (۸۶۰۰) ته په افغانستان کې د خپل پوځ شمېر راټیټوي.
د امریکا پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په داسي وخت کې له افغانستان نه د پوځ د وتلو اعلان وکړ چې تازه په افغانستان کې اشرف غني د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په افغانستان کې په رسمي ډول د یوه نوي حکومت پیل شو ، خو دا حکومت سره هم مهاله پخواني اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم خپل ځان « ځان بللی ولسمشر» اعلان کړ.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبر ورکړ چې متحده ایالات د یوه خپلواک او یوموټي افغانستان غوښتونکي دي او د سیاسي توپیرونو د حل لپاره د موازي حکومت یا هر ډول ځواک د کارولو ؛ له هر ډول هڅو سره مخالفت کوي.
ښا يي دا وجه به وي چې د امریکا تر اعلان سمدستي وروسته ولسمشر غنيدې ته تیار شو چې د زندانیانو د آزادېدو پرېکړه وکړي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.