The news is by your side.

د حق غوښتنې کور کې هم بډې اخیستونکي ونیول شول

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان په اداراتو کې د فساد خبره کومه نوې خبره نه ده خو دا چې د حق غوښتنې په کور (لویه څارنوالۍ) کې بډې لاس په لاس کېږي، کم راپورونه یې ورکول کېږي.

د لویې څارنوالۍ مسؤلین وایي چې د خپلې ادارې ۴ کسان یې د بډو اخیستو په کور نیولي دي.

په نورو اداراتو د بډو او رشوت اخیستل نوې خبره نه ده خو په عدلي او قضایي ارګانونو کې د دا ډول پېښو خبرونه کم ورکول کېږي. تر دې د مخه هم د عدلي ارګانونو ځینې کسان د فساد او بډو اخیستو په تور نیول شوي وو.

د لویې څارنوالۍ مسؤلین وایي، د یادې څارنوالۍ څلور کارکوونکي د فساد او بډو اخیستو په تور د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ لخوا په ننګرهار او کابل کې نیول شوي دي.

د حق غوښتنې په کور یا څارنوالۍ کې د بډو اخیستو په تور داسې مهال د څلورو کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکول کېږي چې څه موده وړاندې په یوه بله دولتي اداره کې هم د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو سره یو ځای دوه کسان نیول شوي وو.

ویل کېږي دغه څلور کسان د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ لخوا په ننګرهار او کابل کې نیول شوي دي.

لویې څارنوالۍ په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې یو څارنوال د ۲ زره ډالرو او نن یې د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ د څارنوالۍ امر د ۳۶ زره افغانیو بډو په تور نیولي چې دوسیې یې تر څېړونو لاندې دي.

د لویې څارنوالۍ خبرپاڼه زیاتوي چې د کابل شکر درې ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ امر او اداري مدیر چې د قتل د یوې قضیې په اړه یې څېړنې کولې له متضررینو د درې زره ډالرو بډو غوښتنې په تور نیول شوي دي.

سرچینه کې همداراز راغلي چې د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ له ۱۳۹۸ کال راهیسې د فساد، بډو او نورو جرمونو په تړاو د خپلو کارکونکو ۳۸ قضیې څېړلې او په تړاو یې زیات شمېر کسان نیولي دي.

څه موده وړاندې د نورم او ستندرد ملي ادارې مشر د خپلو درېیو کارکونکو سره یو ځای  د ۲۰۰ زره ډالرو بډو اخسیتو په تور نیول شوي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance