The news is by your side.

مودي افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ پر دوام ټینګار کړی

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان او هند لومړي وزیرانو سره د ولسمشر غني ټیلیفوني خبرې!

ولسمشر غني د هند لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي همکاريو پر دوام ټینګار کړی او دواړو خواوو د سولې بهیر په ګډون د افغانستان او سیمې سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

مودي له غني سره په ټلېفوني خبرو کې ویلي، چې هند به له افغانستان سره پر ټولو ژمنو ولاړ وي او باثباته افغانستان چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په ګټه دی، هیله یې لري.

ولسمشر غني د هند حکومت له همکاریو او مرستو مننه وکړه او د لا دوام ټینګار یې وکړ.

په دې خبرو کې د سولې بهیر، د بین الافغاني خبرو پیلېدو او بېلا بېلو نورو موضوعاتو په تړاو هم بحث او خبرې شوي دي.

په ورتهۍوخت د ولسمشر غني له لوري د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم سره ټیلیفوني خبرې شوي دي.

د راپورونو له مخې په دې ټیلیفوني خبرو کې د سولې په بهیر، د بین الافغاني خبرو پیلېدو او دغه راز د بندیانو خلاصون په اړه خبرې شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر هیله مندي ښودلي چې د دوحې په هوکړه لیک کې ټول توافق شوي موارد په بشپړه توګه پلي شي څو هر څه ژر د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره زمینه برابره شي.

ولسمشر غني د سولې بهیر کې د پاکستان د ریښتنې همکاري غوښتنه کړي او عمران خان هم ژمنه ورکړي ده چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات او دغه راز د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره زیاته آسانتیا برابره کړي.

په ورته مهال افغانان د افغان سولې په تړاو د پاکستان پر نیت شک لري، د دوی پر وینا چې د افغانستان جګړه د پاکستان د استخباراتو په مرسته روانه ده، که طالبان سوله وکړي نو جګړه به بیا د پاکستان له لوري په بل نوم روانه وي.

د اختر په مناسبت د طالبانو اوربند کې هم امتیاز د پاکستان حکومت غواړي، د اوربند په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي وو چې د طالبانو په اوربند کې ډېره مرسته د پاکستان وه چې طالبان یې اوربند ته راضي کړل.

اوس مهال عام افغانان اندېښنه لري چې پاکستان به د طالبانو له سولې وروسته د افغانستان جګړه د داعش او نورو ډلو په واسطه پر مخ وړي.

تازه بېلګه یې د ننګرهار پر محبس د برید وه چې داعش ډلې یې مسؤولیت پر غاړه واخیست خو خبریال وېب پاڼې خه په لاس ورغلي معلومات ښیي چې دا برید د پاکستان کومانډو ځواکونو کړی او پاکستان حکومت هم د ننګرهار د محبس د برید په تړاو چوپه خولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.