د پکتیا کرنې ریاست کروندګرو ته د زعفرانو تخمونه ووېشل
خبریال وېب پاڼه/ پکتیا کې د کرنې ریاست له لوري د مرکز ګردیز په شمول د شپږو ولسوالیو بزګرانو ته پنځه زره کیلو ګرامه د زعفرانو تخمونه ویشلي دي.
د یاد ریاست مسؤولین وايي، د تخمونو له ویش څخه یې هدف د زغفرانو کښت ته پراختیا ورکول دي.
د نشه یې توکو د مخنیوي او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د زغفرانو د کښت دودولو هڅه هغه چې د بزګرانو لپاره یې تر نورو کرنیزو توکو ګټه زیاته ده.
د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسؤولین وایي په دې ولایت کې د زغفرانو حاصل تر بل هر ځای ښه او کیفیت یې لوړ دی.
د دوی په خبره چې یو جریب ځمکه تر یو کیلو زیات حاصل ورکوي چې تر یو لک افغانۍ یې قیمت رسیږي چې د بزګرانو لپاره یې تر بل هر کرنیز توکو زیاته ګټه کوي.
د یاد کښت د پراخولو لپاره د کرنې ریاست له لوري په بزګرانو په زرګونه کیلو د زغفرانو تخم وویشل شو.
د پکتیا ولایت کروندګر وايي، د زعفرانو بوټي لپاره کافي حاصل خېزه ځمکې لري او د زغفرانو د کښت پر زیاتوالي سره به د نشه یي توکو کښت را کم شي او د بزګرانو لپاره به یې ګټه زیاته وي.
که څه هم په پکتیا کې د کروند ګر د زغفرانو د کښت دودولو ته خوښ دي خو نیوکه کوي چې لا هم ورته د زغفرانو د کښت کېدو او د حاصل راټولولو په تړاو د کرنې ریاست له لوري د عامه پوهاوي پرګرامونه نه دي جوړ شوي، نو همدا لامل دی چې په دې ولایت کې د دې کښت حاصل کم وي.
تېر کال په دې ولایت کې یوازې تر ۲۶ کیلو ګرامه د زغفرانو حاصل راټول شوي و.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو بزګران له حکومت د زفرانو تخمونه غواړي څو د نشه یي توکو پر ځای د دې ګټور بوټي کښت وکړي.
د ختیځې حوزې بزګرانو ته چې د زعفرانو تخمونه نه دي وېشل شوي او یا هم کم وېشل شوي دي خو په زیاته کچه بزګران د خپلو کروندو لپاره د زعفرانو د بوټو تخم غواړي.
زعفران چې اوس مهال په هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې ښه بدیل دی، په دې وروستیو کې یې د هرات ولایت سره سره په نورو ولایتونو کې هم کښت زیات شوی.
د افغانستان زعفران د نړۍ په بازارونو کې په خورا لوړه بیه پلورل کیږي چې دا ګټه افغان حکومت او کروندګرو ته هم رسیږي چې اوس مهال ټولو کروندګرو د دې ګټور بوټي له کرکېلې سره لېوالتیا پیدا کړې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.