د مشورتي جرګې پرېکړه: ٤٠٠ طالب دې بندیان خوشې کړي
خبریال وېب پاڼه/ د سولې مشورتي لویې جرګې کاري کمېټو د نن ورځې پرېکړې اعلان کړي دي.
د دغې لویې جرګې دویمه ورځ پای ته رسېدلې ده او کاري کمېټو یې د نن ورځې پرېکړې اعلان کړې.
د ملي مصالحې له عالي شورا څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لویې جرګې کاري کمېټو ګڼ شمېر مشورې حکومت ته ورکړې دي چې مهمې هغه یې په دې ډول دي:
١: حکومت دې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي څو په هېواد کې د جګړې دوام ته هیڅ بله پلمه پاتې نه شي.
٢: دواړه لوري دې با عزته سولې ته د رسېدو لپاره نرمښت وښیي!
٣: د طالبانو له خوشې کېدو سره دې سراسري اوربند ټینګ او دواړه لوري دې ورته ژمن اوسي!
٤: بین الافغاني مذاکرات دې ژر تر ژره پیل شي.
٥: د سولې خبرې دې د افغانانو په مشرۍ ترجیحاً په افغانستان کې ترسره شي.
٦: طالبان دې د داعش او نورو ډلو په نوم له ترهګریزو کړنو لاس واخلي.
٧: د زندانیانو د خلاصون په اړه دې ملي او نړیوال ضمانتونه واخیستل شي.
٨: د سولې خبرو کې دې له جمهوریت، بیان ازادي، ښځو حقونو او تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو کلکه دفاع وشي او د سولې هوکړي دي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو تر څار لاندې ترسره شي.
ویل کیږي د ټولو کمېټو کارونو پای ته رسېدو ته په لیدو کېدای شي د سولې مشورتي لویه جرګه همدا نن مازدیګر پای ته ورسیږي.
تازه د دې جرګې ١٧ غړي هم په کرونا اخته شوي دي، که جرګه همدا نن پای ته ورسیږي ممکن پر کرونا د نورو ګډونوالو خطر او وېره هم را کمه کړي.
روغتیا وزارت ویلي، د جرګې په هغو غړو کې چې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي، روغتون ته د درملنې لپاره لېږل شوي، خو روغتیا وزارت سرپرست د جرګې په لومړۍ ورځ پرانیستي خبرو کې ډاډ ورکړی وو، چې د کرونا نه د خوندیتوب لپاره یې لازم روغتیایي تدابیر نیولي.
اوس د جرګې نور غړي اندېښنه لري، د جرګې کوم ګډونوال چې په کرونا اخته شوي او بېرته له نورو غړو سره په تماس کې شوي وي، نو احتمال لري چې هغوی ته به یې هم د کرونا ویروس لېږدولی وي.
د سولې مشورتي لویه جرګه داسې مهال جوړه شوه چې په هېواد کې د کرونا وبا په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې او لام هم ځای ځای پر دې ویروس د ککړو کسانو مثبتې پېښې ثبتیږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.