The news is by your side.

اشرف غني‌ د زلمي‌ خلیلزاد تر سخت فشار لاندي دی

خبریال ویب پاڼه / د امریکا د متحده ایالاتو له لوريافغانستان سوليته ټاکل شوی زلمی خلیلزاد اوس د طالبانو تر سوله ور هاخوا د اشرف غنياو عبدالله عبدالله په سوله کې زیات ښکیل شوی دی .‌

د ارګ سرچینې واييچې زلمی خلیلزاد ظاهرآ هڅه کويچې غنياو عبدالله سره خوشحاله کړي؛ ځینيارګ مېشتی د ښاغليخلیلزاد هڅو ته دشک په سترګه ګوري‌.

د ارګ یوې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې د ولسمشر غنياو «ځان بلونکيولسمشر» عبدالله عبالله سره ښاغليخلیلزاد بیا بیا لیده کاته کړيدي‌.

ارګ وايي چې د زلميخلیلزاد هڅه داده چې عبدالله د غنيپه حکومت ورګډ کړياو تر دم ګړیه عبدالله ته د ۴۰ فیصده حکومت ژمنه ورکړل شوې ده .

زلمی خلیلزاد هم واييچې د یوه واحد حکومت د جوړېدو هڅه کوي؛ نوموړيتېره ورځ وویل «باید دوی دواړه ډاکتر صیب عبدالله او ریس جمهور اشرف غنيژر ترژره توافق سره وکړي؛ ځکه اوس دافغانستان لويي ګټياو مسایل مطرح دی . موازيحکومت د افغانستانپه زیان دی او خلک دا نه غواړيچې بیا پخوانی تاریخ تکرارشي؛ خلک په وېره کې دي‌.»

د زلميخلیلزاد او افغان حکومت ترمنځ د سوليپر پروسه پخوا اختلافات موجود وو؛ ښاييدا علت به وي چې اوس هم دافغانستان حکومت یا په بله معنا ارګ د زلميخلیلزاد د عبدالله سره د سوليهڅو ته دشک په سترګه ګوري‌.

 عبدالله عبدالله له لوري ځان بللې ولسمشرياعلانول اوس د ډېرو لپاره په ټوکه بدل شوی عمل دی او خلک واييچې د عبدالله عبدالله ددغه عمل جزا باید هغه ته ورکړل شي ‌.خو اوس داسيښکاريچې دا ټوکې ته د عمل جامه اغوستل کېږي‌.

عبدالله عبدالله د ولسمشر غنيحکومت نه منياو په سپیدار ماڼۍ کې ناست دی او ځان ته ولسمشر وايي ؛ خو غنيبیا پر خپل ځای تېره ورځ یوځل بیا ټینګار وکړ چې نوره د ټاکنو خبره ختمه ده او د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو وخت رارسېدلی ی .

ولسمشر تېره ورځ یوه ویډیو يي پیغام کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ټول شموله حکومت اړتیا ده .‌

دافغانستان د ټاکنو لانجه که څه هم ډېره اوږده شوه خو اوس وروورو داسي ښ:اريچې دواړه سیاسيمشران پر دې پښېمانه دی چې وليیې د ټاکنو پایلياعلان کړې او وليدې حالت ته سره راووتل .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance