د شاه توت بند د کار بشپړېدو لپاره د غني تازه ژمنه
خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني وايي د شاه توت بند کار به د روان کال تر وروستیو پورې بشي او د څښلو اوبو له پاره به د کابل میشتو اړتیاوې لرې کړل شي.
د شاه توت بند کار په روان کال کې وروستی کیږي. ولسمشر غني وايي چې دا بند د هند په مرستې سره جوړیږي او د څښلو اوبو له پاره د کابل میشتو اړتیاوې به رفع شي.
ولسمشر همدارنګه د نورو سترو پروژو د تکمیل څخه خبر ورکړ چې له هغې ډلې د ازبکستان څخه د برېښنا او نوري فایبر او د هرات خواف اوسپنې پټلۍ په کې شاملې دي.
غني ټینګار وکړ چې د دې بیارغونې پروژو د پلي کېدو له پاره سولې ټينګښت لومړنی شرط دی.
د شاه توت بند د کار پای له پاره د ولسمشر غني ژمنه په ظاهره د سولې مشورتي لویې جرګې مایک، د ولسمشر غني لپاره وسیله شوی څو د خپل حکومت اقتصادي کړنې له خلکو سره شریکي کړي.
د شاه توت آبګردان بند د جوړېدو چارو د پای ته رسېدو زېری چې د پلازمېنې اوسېدونکو د څښاک اوبه ور پورې تړاو لري او له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا او د نوري فایبر لیږد خلکو ته د ولسمشر غني له ژمنو څخه دي.
له ازبکستان څخه د بریښنا او نوري فایبر شبکې لیږد، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ او هرات تور غنډۍ له نور سترو اقتصادي خپرونو څخه دي چې غني وایي د جوړېدو او ګټې اخیستنې کار به یې په روان کال کې بشپړ شي.
خو ولسمشر غني د دغه پروژو بشپړېدل او ترې ګټه اخیستنه د سولې ټینګښت ته په تړاو کې بولي.
ولسمشر غني وایي ستر سیاسي او سیمه ایز خنډونه، د اقتصاد څلور لارې باندې د افغانستان بدلېدو لپاره او په افغانستان کې د پانګونې په پار د سیمې هیوادونو سره هڅې دوام لري.
د شاه توت بند چې د پلازمېنې کابل چهار آسیاب ولسوالۍ کې دی، د ١٥٠ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او له دوه تر پنځه مېګاواټو برېښنا تولید کړي او د دې بند د جوړېدو لپاره ٢٣٥ میلیونه ډالر وړاندوینه شوې وه.
د شاه توت بند د هند هېواد په مالي لګښت جوړیږي او له دې بند څخه د ګټې اخیستنې موده پنځه کاله یاده شوې وه، چې له پنځه کالونو وروسته به ترې ګټه واخیستل شي خو ولسمشر د روان لمریز کال تر پایه د دې بند د کارونو د بشپړېدو ژمنه وکړه.
د دې بند په جوړېدو به نه یوازې کابل ښاریانو ته د څښلو پاکې اوبه ورسیږي بلکې له دې سره سره به خلکو ته کاري زمینه هم برابره شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.