The news is by your side.

د لوګر د زردالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

خبریال وېب پاڼه/ د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زردالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، یوازې د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ د زردالو سږنۍ حاصلات دوه زره او ۵۰۰ ټنه ده، چې عواید یې ۵۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د نورو مېوو ترڅنګ د زردالو عصري بڼونه هم جوړ شوي دي، چې موخه یې د زردالو عصري بڼونو دودول دي.

د کرنې وزارت له چوپړونو څخه د لوګر ولایت برخمن شوي بڼوال وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا بزګرانو او بڼوالو سره همکارۍ او دوی ته روزنه ورکول د بڼوال د محصولاتو په زیاتوالي کې اغېزناک دي او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا روزنې او تخنیکي سلا مشورې د دوی د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالی لامل شوي دي.

د لوګر ولایت د کرنې ریاست د معلومات له مخې دمګړۍ په دې ولایت کې د زردالو ډېر بڼونه جوړ شوي دي او ډېر شمېر بزګران د زردالو په پالنه بوخت دي.

د لوګر ولایت د زردالو محصولات د دې ولایت د کورني اړتیا پوره کولو تر څنګ ګاونډیو ولایتونو ته هم صادریږي.

سږ کال د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله د کروندګرو د فصلونو حاصلات هم ښه نه وو او زیات فصلونه بې حاصلاتو وچ شول او له منځه ولاړل، خو د زیاتو مېوو په حاصلاتو کې څو برابره زیاتوالی راغلی.

کروندګر له حکومت غواړي چې کرنیزو تولیداتو لپاره یې مناسب بازارونه جوړ کړي، د دوی پر وینا چې د مېوو حاصلات او سبزیجات به یې له وخت وړاندې خوسا شي.

اوس مهال د ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان یو شمېر سوداګریزې لارې وخت نا وخت خلاصې او تړل کیږي، چې له دې کبله هم سوداګرو او کروندګرو ته سر خوږی جوړ دی.

تېرو میاشتو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له کبله ګاونډیو هېوادونو سره د پولو او سوداګریزو لارو په تړل کېدو، د سبزیجاتو او مېوو د خوسا کېدو له کبله سوداګرو او کروندګرو ته څه نا څه مالي زیانونه ورسېدل.

افغانستان د کورنیو تولیداتو د صادرولو او په کور دننه د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګاونډیو هېوادو پر وارداتو متکي ده، خو د ګاونډیو هېوادونو سره وخت نا وخت د سیاسي اړیکو پر خرابېدو سوداګریزې اړیکې هم زیانمنې کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.