طالبان: خلک دي پر ډامبر سړک تګ راتګ نه کوي!
خبریال وېبپاڼه – وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ په تېره فروري کې په قطر کې د سولي تړون لاس لیک شو؛ طالبانو د افغان حکومت د ناکامه کولو او ولس ته د سرخوږي جوړولو بیلا بیلو لارو بانديکار پیل کړ.
طالبانو تر خپل کنټرول لاندې ځینو سیمو کې پر موسيقي، د ځیرک ټلیفون پر کارونه اوځینو نورو دودیزو میلو بندیزونه ولګول، خو دا بندیزنه ددوی د ځايي قوماندانانو له لوري لګول شوي او لوړ پوړي طالب مشران یې نه مني.
بره یاد شویو بندیزونو کې به له طالبانو سره ځیني سیمه ایز سپین ږېري هم موافق وي؛ خو په ځینو برخو کې د طالبانو له لوري داسي بندیزونه لګول شوي چې هغه د سیمې د خلکو لپاره یو ستر سرخوږی دی.
طالبانو د کندهار ولایت په میانشین ولسوالي کې له تېرې یوې میاشتې را هیسته پر پاخه یا ډامبر سړک د خلکو تګ راتګ بند کړی دی او خلکو ته یې ویلي دي چې د حکومت له لوري جوړ شوی ډامبر سړک دې نه کاروي.
د سیمې یوه اوسېدونکي محمد رحیم خبریال وېبپاڼې ته وویل چې طالبانو ټولو خلکو ته ویلي چې پر پاخه سړک د سفر پر مهال د ځان د ژوند مسئولیت ددوی پخپله غاړه دی .
محمد رحیم زیاتوي چې له دې سره سره چې پوخ سړک غځېدلی خو دوی ناروغان کندهار ښار ته په کنډ او کپر سړک انتقالوي چې اکثره وخت د ناروغانو د مرګ سبب ګرزي.
طالب ویندویانو یا ددغې ډلې مشرانو ددې پرېکړي په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو خلک وايي چې طالب مشر هم هغه کس دی چې وسله یې تر غاړه او د عام ولس د مرګ او ژوند اختیار لري.
ارغستان د کندهار په جنوب ختیځ سل کیلو مترۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته نژدې پرته ولسوالي ده چې د ناامنیو پېښې له تیرو دو میاشتو راهیسې پکښي زیاتي شوي دي.
طالبان چې اوس برلاسي بلل کېږي دا ډول کړنې یې په ولس کې محبوبیت لا نور زیانمنولای شي او تر ډېره بریده ښايي ولس ددې ډلې خلاف ودریږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.