The news is by your side.

ټیک ټاک له چټکې مشهورتیا وروسته سختې ورځې تېروي

خبریال وېب پاڼه/ د هند مخالفت، بیا د امریکا مخالفت او اوس د مشهورو کمپنیو له خوا د دغه اپلیکیشن د اخیستلو وړاندیزونه!

تر مایکرو سافټ وروسته ټوېټر هم د ټېک ټاک د اخیستلو تکل کړی.

دا چې په امریکا کې د ټېک ټاک له کارولو سره مخالفت ښودل شوی، ټوېټر غواړي له ټېک ټاک کمپنۍ د امریکا برخه واخلي، چې بیه به یې میلیاردونه ډالره وي، تر دې مخکې مایکرو سافټ کمپنۍ د ټېک ټاک له کمپنۍ د امریکایي برخې د پېرلو یاده کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا کې ټولو کمپنیو ته خبر ورکړی چې د یوې میاشتې په ترڅ کې له ټېک ټاک کمپنۍ سره اړیکې پرې کړي او د دې اپلېکشن د اخیستلو لپاره دې لاس په کار شي.

اوس مهال ټېک ټاک په امریکا د خپلو فعالیتونو د بندېدو له کبله محکمې ته د ډونالډ ټرمپ نه شکایت کوي.

یاده کمپنۍ ادعا کوي، چې د امریکا له بازاره د ټېک ټاک ویستلو څخه د ډونالډ ټرمي موخه دا ده، چې د چین پر ضد منفي تبلیغات او پروپاګند پراخ کړي.

اوس مهال ټېک ټاک د ډېرې مشهورتیا په پړاو کې د یو شمېر هېوادونو له بندیزونو او مخالفتونو سره مخ شوی.

تر دې وړاندې هند حکومت هم په خپل هېواد کې پر خلکو د ټېک ټاک چینایي اپلېکېشن فعالیتونه بند کړي او لامل یې د چین او هند تر منځ د سیاسي اړیکو ترینګلتیا ده، چې هند په خپل هېواد کې د چین ٥٩ پروګرامونه وتړل.

د پاکستان حکومت هم تېره میاشت په خپل هېواد کې د ټېک ټاک فعالیتونو د بندولو خبر ورکړی وو.

د پاکستان حکومت په خپلو خلکو غږ کړی وو، چې ټېک ټاک دې د غیر اخلاقي اړخ لپاره نه کاروي.

د پاکستان د مخابراتي شرکتونو د څار او کنټرول ادارې د ټېک ټاک پر استعمالوونکو ته خبر داری ورکړی وو، چې غیر اخلاقي او د اسلام ضد ویډیو ګانې دې نه خپروي.

یادې پاکستانۍ ادارې ګواښ کړی و، که هر چا له دې آمر سرغړونه وکړه، د ټېک ټاک اپلېکېشن به په پاکستان کې بند کړي.

د پاکستان د مخابراتو د څار او کنټرول ادارې دا راز له چین هم غوښتي چې په ټېک ټاک کې دې د غیر اخلاقي او اسلام ضد ویډیو ګانې نه اپلوډ کوي.

ټېک ټاک چې اوس مهال په نړۍ کې زیات کاروونکي لري، پاکستان یې هم یو له میلیونونو کاروونکو هېوادونو دی، چې خلک یې د تفرېح او سرګرمۍ لپاره په ټېک ټاک کې ویډیو ګانې اپلوډ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance