داسي ټوپک چې خلک په ماسک مو ولي
خبريال ويبپاڼه/ د کرونا يا کويډ ۱۹ ويروس له خپريدا وروسته په ټوله امريکا او د نړۍ په ډيرو هيوادنو کې د ماسک اوغوستل جبري شوي دي.
خو اوس د امريکا په متحده ايالاتو کې د روغتيا پالانو لپاره هغو خلکو ډير سر خوږی جوړ کړي چې نه غواړي ماسک په مخ کړي.
خو د دغې ستونزي د له منځه وړلو لپاره يو امريکايې وګړي داسي يوه آله جوړه کړي چې پواسطه يې خلکو ته له لري ماسک اغوندي يا په بله اصطلاح داسي ټوپک دی چې خلک په ماسک باندي ولې. چې دغه ټوپک ډوله آله په عامو خلکو اهم زمايل شوي ده.
د يوټوب چنيل يوه چلوونکي ايلن د امريکايې وکړو دغه چلند څيړلی او د هغوی لپاره يې ددې وسيلې په اختراع لاس پوري کړی دی.
ايلن داسي يوه عجيبه او غريبه آله جوړه کړي ده چې په ليدو يې سړی حيرانيږي.ځکه دغه آله لاسي آله ده او ټوپک ته ورت ده چې په خلکو مخامخ ماسک پير کوي. که له نيږدي او مخامخ لوري په خلکو ماسک پير شي داسې راځي ته به وايې چا په خپلو لاسو ماسک ور اغوستی يا پر مخ کړي وي.
ښاغلي ايلن دغه وسله چې ماسکونه پير کوي عملي ويډيو هم يې په يوټوب خپره کړي ده. چې په دغه ويډيو کې ايلن لومړی دغه آله پر خپل ځان هم ازمايلي ده.
چې دې ورته آله ساينسي فلمونو کې هم ليدل شوي ده.
ايلن په دغه ويډيو هغه خلک هم راوستي چې ماسک نه پر مخ کوي او له ماسک اغوستو څخه ډډّه کوي ، خو دغه آله يې په ډير جالب انداز د هغوې پر مخونو ماسک ور اغوندي.
له ايلن څخه خپلو زرګونو مينه والو د يوې داسې آلې د جوړيدو غوښتنه کړي وه چې خلک ماسک اغوستلو ته مجبور کړي.
هغه هم داسي يوه آله جوړه کړه چې په ډيري اسانه او حالب انداز خلکو ته ماسک ور په مخ کوي.
په دغه آله کې چې د ماسکونو په تارونو کې له مقناطيس څخه کار اخيستل شوی دی. دغه مقناطيس ډوله تارونه د ماسک تارونه په ډيري اسانۍ د انسان تر غوږونو راتاويږي.
ايلن پال وايې چې دغه د ماسک غورځولو آلې څوک نه زخمي کوي، او نه يې تر اوسه چې پر ډيرو خلکو کارول شوي هم ده نه دي زخمي کړي.
هيره دي نا وي چې ماسک اچول په نړۍ کې له هغه وخت راسي دود شول چې دد تير کال په ورړستيو کې د چين له اوهان ايالت څخه داسې يوه ويروس سر راپورته کړ چې علاج او درملنه يې په ټوله نړۍ ناشوني ده. دغه نوي او حيرونکي ويروس په نړۍ تر لکونو زيات مړه کړل. چې اوس هم په ټوله نړۍ کې تر ۲ ميلينونه زيات .وګړي پرې ګګړ شوي دي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.