The news is by your side.

د مهاتما ګاندي عينکي په ۳۴۰۰۰۰ ډالره واخيستل شوې

خبريال ويبپاڼه/ د هند ازادۍ د ستر مبارز او د کانګرس بنسټ ایښودونکی مهاتما ګاندي د سرو زرو چشمې ۳۴۰۰۰۰ ډالرو کې لیلام شوې.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخي ، په انګلستان کې د مهاتما ګاندي لخوا کارول شوی او د سرو زرو په پوښل شوی چشمې د یوه امریکایی وګړي لخوا په ۳۴۰۰۰۰ ډالره اخیستل شوي دي. چې ددومره ډيرو ډالرو په ارزښت د لیلام له پیل څخه شپږ دقیقي نه تيرې چې امزيکايې چې د لرغونو آثارو د را ټولولو سخت مينوال دی واخسيتې .

دغه عينکي د بریتانیا د (لیلام کور) په منځ کې د ختیځ برسټول د نیلامۍ په نوم ايښودل شوي وې ، د مهاتما ګاندي د عينکو مالک خپل اهمیت لا ددې عينکو په ارزښت نه پوهيدو ځکه ډيرو اخيستونکو.داسي فکر کول چې هغوی ددې چشمکو قميت نه لري. هغوی وړانديز هم کړی وو چې که څوک ددې چشمکو د اخيستو وس نه لري بايد د نيلامۍ له ځای څخه لرظی کړای شي.

د مهاتما ګاندي له دغو عينکو سره پع ليلام کور يا دتاريخو توکو په پلرونځي کي ، ليک هم ايښودلل شوی چې پکې ليکل شوي. د هند د ازادۍ ددغه ستر مبارز ممهاتا ګاندي عينکي د ۱۹۲۰ نه تر ۱۹۳۰ کلو تر منځ زما د تره ، تره ته د ممهاتا ګاندي له خوا هغه وخت ورکړل شوي وې. چې کله هغه د انګلستان د امپراطورۍ له لوري په سوپلي افريقا کې د تيلو او صنعت وزير وو.
.
د مهاتما ګاندي د عينکو پلورنکي ددې عينکو د پلورلو دليل دا ښودلی چې دی د زړه ناروغي لري ډيری وخت پرې د زړه حمله راځي.
نو ځکه غواړي چې په خپل ژوندوني د يوه ستر انسان ډالۍ بل چاته ته وسپاري تر څو هغه يې سمه پالنه وکړي.
بايد وويل شي کله چې ماتما ګاندي په ۱۹۱۸ زيږدز کال د هند دازاذۍ لپاره مټي رابډوهلي د يوه ملي فکر او غوځښت توګه په ټول هند او ټوله نړۍ کې مشهور شو.
چې ميليونو خلکو هغه ته د مهاتما ګاندي(لوی روح) لقب ورکړ.
که څه هم ګاندي له دا ډول القابو څخه بيزار وو او خوند يې نه ورکول خو بيا هم خلکو له ډيري ميني هغه ته ډول ډول القاب ورکول.
که څه هم نن ورځ يې موږ ټول مهاتما ګاندي په نامه پيژنو.
د هند خلک هغه ته د ټول ملت پلار وايې چې په ټول هند کې يوه ورځ د ګاندي په نامه عمومي رخصتي ده چې (جايانتي ګاندي) په نامه ياديږي.

ګاندي وکولای شول چې د عدم تشدد فلسفي پواسطه د برنيا لويه امپراطورۍ را وپرځوي او هند ورڅخه ازاد کړي.

ددغه ستر انسان او د هند ازادۍ اخستونکي مهاتما ژوند ډیر ساده او عجيب او غريب. تل به يې يو لنګ اچوه د بې وزلو په څير يې ژوند کاوو او خپل ټول عمر يې د هند ملت ته په مبارزه کې تير کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.