The news is by your side.

طالبانو د کندهار-روزګان لویې لارې موټرچلوونکو ته ګواښ کړی

خبریال وېب پاڼه/ د پاڼ او پړانګ تر منځ بند ولس!

وسله والو طالبانو يو ځل بيا د کندهار- روزګان لويه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده کړه.

وسله والو طالبانو د کندهار –روزګان لويه لار د مسافرو پر مخ تړلې.

طالبانو پر دې لار تلوونکو کسانو ته په يوه لیک کي ليکلي دي، چي که د لارې په اوږدو کي ماين چاودنه پر وشي مسؤوليت يې د موټر چلوونکو دی.

پر دې لار تلوونکي کسان وايي چي د لارې خرابوالی، نا امني، د ماين چاودنې وېره، د دوی مجبوريت، اقتصادي ستونزې، ناروغۍ، د پوليسو او طالبانو نا سم چلند دا لار ورته سخته کړې ده.

چارواکي وايي، وسله وال طالبان همېشه ملکي کسان ځوروي.

دا په روان کال کي څلورم ځل دی چي وسله وال طالبان دغه لار د خلکو پر مخ تړي.

پر دې لار تلوونکي کسان وايي، چې طالبانو عمومي لاره بنده کړې او د ماين چاودنو خبر يې ورکړی خو حکومت بيا پر بله لار د تګ اجازه نه ور کوي.

دوی غوښته کوي چي حکومت او طالبان دې عام ولس ته ستونزي نه جوړه وي.

د موټر چلوونکو استازی وايي، وسله والو طالبانو په يوه ليک کي خبر ورکړی چي تر نا معلوم وخته پورې به پر دې لار تګ راتګ نه کوي.

د دوی د معلوماتو له مخې چې طالبانو پر عمومي لار څو ځایه ماينونه ځای پر ځای کړي دي.

د دوی په خبره، دا مهال يې هېڅ يو لوری خبره نه اوري او ستونزي يې نه ورته حلوي.

د کندهار د والي وياند بهير احمدي وايي چي طالبان هر وخت ملکي کسان ځوروي او ستونزي ورته جوړه وي.

د نوموړي په خبره، پوليسو ته هدايت شوی څو د ملکي کسانو د ستونزو په حل کي ورسره مرسته وکړي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسي د کندهار او روزګان ملکي او نظامي چارواکي ولس ته د دې لارې د جوړېدو او امنيت خوندي ساتلو ژمني ورکوي خو پر دې لار تلوونکي کسان وايي چي دا پنځمه نا امنه او د وېرې ډکه لار ده چې د مرګ په بيه د مجبوريت پر اساس تګ راتګ پرې کوي.

بل لور د کندز خان آباد لویه لار چې د څو ورځو را هیسې د طالبانو له لوري تړل شوې وه، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې پع اوښتو خلاصه شوه او طالبان له دې لارې په شا کړل شو او شاوخوا سیمې یې هم د طالبانو له شتون پاکې شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance