The news is by your side.

امنيت شورا مشري د امريکا وروستۍ پريکړه رد کړه

خبريال ويبپاڼه/په ملګرو ملتونه سازمان کې د امنيت شورا مشرې د امريکا هغه پريکړه رد کړه چې امله يې امريکا په ايران د ۲۰۱۸ کال بنديزونه بيرته له سره لګول.

د امنيت شورا دوريې مشري او د اندنزيا سفيري ديان ديجاني پرون سه شبنه د امريکا هغه پريکړ رد کړه چې په ايران به د وسلو د نه اخيستو د بنديز تر څنګ نور پراخ بنديزونه لګوي.

د ملګرو ملتونه د امنيت شورا پړاويزي مشرې ديان ديجاني چې د د تير کال د لړم د مياشتي راهسي ددې شورا مشري کوي. د منځنۍ اسيا لپاره په ځانګړي شوي غونډه کې د روسيه او چين استازو په ګډون د امنيت شورا غړو ته د امريکا هغه پريکړه تشريح کړه چې له امله يې امريکا غواړي پر ايران سخت بنديزونه ولګول شي.

خو په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير کلي کرافت د امنيت شورا په مشرې او نورو غړو نيوکې وکړي او وويل چې ددې شورا غړي غواړي د نړيوالو تروريستانو ملاتړ وکړي.

ښاغلي کرافت زياته کړه چې موږ یعني امريکا کولای شو په يوازي سر په ټوله نړۍ د هغو هيوادنو په وړاندي چې تروريستام تمويلوي مقابله وکړو.
سفير زياته کړه چې زه خواشنی يم هغه شورا چې مخکې به يې د نړۍ امنيت ساتنه کوله اوس په حپله ددې شورا ځني دايمي غړي د نړيوالو ترړریستانو ملاتړ کوي.

خو له بله پلوه بيا د امنيت شورا مشرې دیان ديجاني وويل که امنتيت شورا امريکا دې دته نه پريږدي چې پر ايران هيواد د وسلو نه اخيستلو تر څنګ نور بنديزونه ولګوي خو دغه شورا ايران ته هم خبر داری ورکوي چې دا هيواد هم نشې کولای په نړۍ ک‌ې تروريزوم تمويل او د بشري حقوقو څخه سرغړونه وکړي.

د امنيت شورا او مريکا دغه ناندرۍ له هغه وروسته رامنځته شوي چې يوه اونۍ مخکي امنيت شورا دايمي غړو د هغو بنديزونو مسوده زد کړه چې له مخې به يې د امريکا له خوا د وسلو نه اخيستلو تر څنګ يې په ايران د ۲۰۰۸ کال سخت بنديزونه لګول کيدل.

د ملګرو ملتونه سازمان امنيت شورا چې په نړۍ د اټومي وسلو د نه جوړولو او نړيوالي سولې د منځته راتګ دنده پر غاړه لري.هيڅ هيواد نه نشي کولای ددې شورا د پنځو دايمې غړو له موافقي پرته په کوم هيواد بنديزونه ولګوي.
بايد وويل شې چې په امنيت شورا کې د امريکا په مقابل کې تل د روسيې او چين هيوادونه دريدلي او د هغوی پريکړې يې ويټو يا رد کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.