The news is by your side.

بریتانیا د کرونا دوهمې څپې له خطر سره مخ کړه!

خبریال وېبپاڼهبریتانیا کې چې د کرونا له کبله ښوونځي بندیدل هغه مهال یعني د مارچ میاشتې پر (۲۰) نېټه په ټوله بریتانیا کې (۶۴۷) کسان په هم دغه ورځ کرونا وایرس نیوليوو.

نن ۷ سپټمبر چې د ماشومانو د ښوونځیو د پرانیستلو دوهمه ورځ‌ ده په بریتانیا کې د کرونا وایرس (۲۹۸۸) کسان کرونا نیولي‌ دي.

د بریتانیا حکومت لا هم ښوونځي پرانیستي ساتلي‌ دي. بریتانیايي چارواکي وايي‌چې که چېرته نور هم ښوونځي بند پاتې شي د ماشومانو تربیې او زدکړو ته زیان اوړي.‌وېښ ملتونه د خپلې راتلونکې لپاره په هر ډول حالاتو کې زدکړو ته اولیت ورکوي.‌

بریتانیا کې هره ورځ د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر په چټکي پرمخ روان دی چې اکثره ځوانان ورباندي اخته کېږي.‌

بریتانیا د کرونا په دوهم ه څپه کې قرار لري .

تر دم ګړیه ټوله نړۍ کې 27,436,545 کسان کرونا وایرس نیولي‌ چې 895,429 یې وژلي دي.‌

بریتانیا کې د رسمي شمېرو له مخې 350,100 کسان کرونا وایرس نیولي چې رسمي شمېرې یې د مړو شویو کسانو شمیر 41,554 ښيي.‌

د یادولو وړده چې بریتانیا په کرونا وایرس کې هغه مړي شمیري چې د کرونا وایرس له نیولو تر ۲۸ ورځو دوران کې مړه شوي‌ وي؛ که کوم کس په کرونا اخته وي‌او تر ۲۸ ورځو وروسته مړشي هغه د کرونا په مړو کې نه شمېرل کیږي.‌

بریتانیا کې د کرونا په وړاندي احتیاطي تدابیر

بریتانیا د نړۍ یوازینی هغه هیواد دی چې تر اوسه یې د کرونا وایرس نه د رغېدلو کسانو شمېر نه دی اعلان کړی او د کرونا د ناروغي په مخنیوي کې ډېر کوټلي ګامونه اوچت کړيدي‌.‌

بریتانوي پولیس په مارکیټونو، دکانونو ،‌مغازو ، پبلک ټرانسپورټ او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې له ماسک نه پرته څوک نه پرېږدي،‌خو که چېرته کوم کس له تیمبوزک یاماسک پرته پولیس ونیسي‌ تر(۱۰۰) پونډه چې معادل یې شاوخوا لس زره افغانۍ کېږي‌ جریمه ورکوي.‌

په ښوونځي، ، دولتياو نا دولتي ادارو او لویو مغازو او ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې د احتیاطي تدابیرو په ترڅ‌ کې لا هم عامه پوهاوی ورکول کیږي او د عامه پوهاوي پروګرامونه په تلویزونونو او راډیو ګانو کې اعلانیږي.
هم داراز په په بیلا بیلو ځایونو کې د کرونا د مخنیوي په تدابیرو کې د لاس مینځلو ماشینونه لګول شوي او د ټولنیز دوه متره واټن پروګرام عملي کیږي.

د کرونا وایرس د ټیسټ په تړاو پرمختګ

دلته بریتانیا کې د کرونا ناروغي ټیسټ اوس په یو نیم ساعت یا (۹۰)‌ د قیقو کې کېږيچې اوس حکومت هڅه کوي چې د ټیسټ دا کچه نوره هم را کمه کړي‌او په (۲۰)‌ دقیقو کې کرونا ټیسټ کړي.‌

بریتانیا ټول ټال 67,952,171 نفوس لري چې په هر یو میلیون کسانو کې تقریبآ څلورمه برخه یعني 259,299 کسان ټیسټ شوي چې ټول ټال په دغه هیواد کې د کرونا وایرس 17,619,897 ټیسټونه شوي دي .

که چېرته کرونا وایرس څو اونۍ نور همداسي په چټکي سره بره لاړ شي‌ ښايي حکومت بېرته ښوونځيوتړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance