The news is by your side.

غني غیر قانوني فرمانونه ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ د پارلمان تقنیني کمېسیون وایي، ولسمشر غني له سلو ډېر غیر قانوني فرمانونه ورکړي دي.

یاد کمېسیون وایي، ولسمشر په وروستیو څو کلونو کې له سلو ډېر داسې فرمانونه وړاندې کړي دي، چې د قانون سره په ټکر کې دي.

د یاد کمېسیون رییس وایي، د دې فرمانونو پر اساس ولسمشر تازه بنسټونه لکه د سولې په چارو کې د دولت وزارت، پارلماني چارو کې د دولت وزارت او همدارنګه د یو شمېر ادارو برخې لکه د نفوسو د ثبت او معلوماتو اداره او د زندانونو د تنظیم اداره د ولسمشر په فرمان له وزارتونو بېلې شوې، په داسې حال کې چې دا د ملي شورا له صلاحیتونو دي.

د پارلمان د تقنیني کمېسیون د را ټولو شویو اطلاعاتو پر اساس ولسمشرۍ ماڼۍ په ١٣٩٤،١٣٩٥،١٣٩٦ او ١٣٩٧ کلونو کې ٨٨ غیر قانوني فرمانوه صادر کړي دي، هغه فرمانونه چې د ملي شورا په ١٧مه دوره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا صادر شوي دي په دې معلوماتو کې نشته.

د دې کمېسیون غړي وایي، د اساسي قانون پر اساس، د ولسي جرګې په شتون کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د تقنیني فرمانونو وړاندې کول له قانون سره په ټکر کې ده.

د واسي جرګې غړي ګواښ کوي، که د ولسمشر په حکم جوړ شوي غیر قانوني بنسټونه قانوني نه شي، د هغوی بودجه به تایید نه کړ.

حقوق پوهان بیا وایي، که چېرې د یو بنسټ یا ادارې بودجه تایید نه شي، پرته له شک د هغې ادارو چارې په ټپه ودریږي او کارونه یې د پوښتنې لاندې راځي.

د تقنیني کمېسیون مسؤولین وایي که ولسمشرۍ ماڼۍ همداسې غیر قانوني او خپل سرو کړنو ته دوام ورکړي، د ملي شورا پرانیستلو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کیږي.

خو ولسمشرۍ ماڼې د یاد کمېسیون ادعاوې ردوي او زیاتوي، چې ولسمشر غني ملي شورا سرا پر همکارۍ ژمن دی او کومې کړنې یې چې ترسره کړي د اساسي قانون پر اساس دي چې د ولسمشر صلاحیتونه په کې معلوم دي.

ولسمشر په دې وروستیو کې یو د دولت په چارو کې تر نامه لاندې شمېر وزارتونه را منځته کړل او د ځینو وزارتونه برخې یې خپلواکې ادارې وګرځولې.

د ولسمشر غني په حکومت تور دی چې غیر قانوني کړنې کوي او ولسمشر خپله هم قانون نه تطبیقوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance