د هرات له قرنطین خونې د ناروغانو تېښته او اندېښنې
خبریال ډاټ کام/تېره ورځ په هرات کې له یوه روغتون نه د دوو ښځو په ګډون ۳۸ د کورونا ویروس د مشکوکو پېښو لرونکو ناروغانو د تېښتې خبر رسنیز شو چې د عامو افغانانو اندېښنې یې زیاتې کړې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یادو شویو کسانو تر یوې شخړې وروسته د روغتون ښیښې ماتې کړې او تښي دي. له دې وړاندې په مزار شریف کې د یوازینۍ مثبتې پېښې د قرباني په هکله په ټولنیزو رسنیو کې د تېښتې خبر خپور شوی ؤ چې بیا وروسته د عامې روغتیا وزارت لخوا رد شو او ویې ویل چې نومړی تر جدي مراقبت لاندې دی او تمه ده چې ښه به شي.
د دغه وزارت ویاند وحید الله مایار رسنیو ته وویل چې یادو شویو ناروغانو له ډاکترانو سره فزیکي برخورد هم کړی دی خو په وینا یې روغتون ته مؤظفو پلیسو او سرتېرو د وضعیت د را کابو کولو لپاره مرسته نه ده کړې. په رسمي شمېرو کې راغلي چې هرات کې د کورونا ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
تر دې وړاندې اندېښنه ده وه چې ګواکې په قرنطین خونو کې ناروغانو او مراجعینو ته د اړتیا وړ آسانتیاوې نشته دي. هرات د هېواد په لویدیځ کې پروت ولایت دی او له ایران سره ګډه پوله لري چې د افغانستان COVID_19 لومړنۍ پېښه هم به هرات کې ثبت شوې وه. عام افغانان او د په ټولنیزو رسنیو کې د نظر خاوندان نیوکه کوي چې حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې له ایران نه را ستنېدونکو افغانانو ته د قرنطین یو معیاي او ځانګړی تمځی او کمپ جوړ کړي.
دوی اندېښنه څرګندوي که دغه ویروس د هېواد لېرې پرتو سیمو ته انتقال شي، ښایي له حکومت سربېره نړیوال روغتیایي سازمانونه هم د دغې وبا ناروغۍ په را کابو کولو کې پاتې راشي ځکه افغانستان یوه خورا پېچلې سیاسي، مذهبي او ټولنیزه جغرافیه ده چې له هر ډول ستونزو سره مخ کېدی شي.
حکومت څه څه هم په تېرو دریو ورځو کې د کورونا لپاره لازمې هڅې کړې دي او د یادې شوې ناروغۍ پر وړاندې یې د عامه پوهاوي لپاره یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه کړې چې مشري یې وحید عمر کوي او په تېرو دوو ورځو کې یې د ودونو تالارونه، سونا حوضونه او ټولې هغه غونډې او تمځایونه رخصت اعلان کړي چې خلک په کې را ټولېږي.
په دولتي ادارو کې هم لازم احتیاطي تدابیر په پام کې نیول شوي دي او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون هم ټولو هغو زیات عمره افغانانو ته په کور د دوو تر دریو اونیو د تم کېدو سپارښتنه کړې ده چې تازه له نورو هېوادونو څخه را ستانه شوي دي، څو وکولی شي په نسبي توګه په اداراتو کې د کورونا مخنیوی وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.