The news is by your side.

طالب پلاوی: د مذاکراتو بهیر کې باید لانجمن مسایل په حنفي فقهې حل شي

خبریال وېب پاڼه/ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوي د افغان حکومت له مرکچي پلاوي غوښتي چې د مذاکراتو په بهیر کې به د لانجمنو مسایلو حل په حنفي فقه را وباسي.

د دواړو لوریو د تماس ډلو پرون یکشنبه ناسته کړې او لا یې هم کړنلارې نه دي وروستۍ کړي او نن دوشنبه هم د تماس ډلې سره د کړنلارو پر سر خبرو ته کیني.

په قطر کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي احمد نادر نادري نن رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د دواړو لوریو تر منځ په کړنلاره کې پر اختلافي مسایلو هوکړه نه ده شوې، ناري وایي د طالبانو سره یې په خبرو کې د اوربند په اړه هوکړه اساسي غوښتنه ده.

نادر نادري وایي، د کړنلارو تر وروستۍ کېدو به ژر تر ژره د اوربند او تاوتریخوالي د کموالي پر سر خبرو ته راشي.

نادري زیاتوي، چې د طالبانو له لوري په کړنلاره کې دوه لانجمنو مسایلو وړاندې کولو د اوربند او نورو اساسي موضوعاتو بحث مخه نیولې ده.

نادري وایي نن به حکومتي پلاوی په خپلو کې سره کیني، ژمنه مو همدا ده چې ګډه لار ورته پیدا کړو او اصلي بحث ته لاړ شو، هغه اصلي بحث د اوربند، د تاوتریخوالي د کموالي دی چې افغان وژنه نوره ودریږي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات د روانې زېږدیزې سپټمبر میاشتې په ١٢مه نېټه د بهرنیو هېوادونو استازو او چارواکو په حضور کې پیل شوې، خو لا هم دا دواړه خواوې په خپلو کې سره په رسمي ناسته نه دي را ټولې شوي او نه پر اساسي موضوعاتو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

په هېواد دننه او بهر د نظر خاوندان وایي، د افغانستان شل کلنه جګړه یوازې په څو ورځو کې نه بسیږي او نه حل کیږي، د دوی پر وینا افغانستان به سولې ته د رسېدو لپاره لا وخت ته اړتیا ولري او طالبانو سره سوله دومره ژر نه شي کېدی، خو هیلې ورته شته چې مثبته پایله به ورکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چازو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د افغان سولې خبرو کې د بریا تضمین نشته، ول چې د دواړو خواوو تر منځ خفګان او بې باوري زیاته ده. خو طالبان او د افغان حکومت مکرچي پلاوی ډاډ ورکوي چې انشاءالله د سولې خبرې به مثبته پایله ولري او د شل کلنې جګړې د پای ټکی به وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance