The news is by your side.

عام وګړي: تخار ولايت له سقوط سره مخ دی

خبريال ويبپاڼه /د تخار ولایت یو شمیر اوسیدونکي په دغه ولایت کې د نا امنیو له امله اندیښمن دي.
دوی اندیښنه لري چې که مرکزي حکومت دې ولايت ته توجه ونه کړي نو دا ولایت مرکز به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د تخار والي د دغه ولایت په یو شمیر برخو کې د لوړ امنیت ګواښونه مني خو ټینګار یې وکړ چې ددغه ولایت د ګواښونو د راکمولو لپاره پلان لري.

د تخار ولایت یو اوسیدونکی حميداالله ټینګار کوي چې د تالقانو ښار په شاوخوا سیمو کې د طالبانو فعالیتونه ډیر شوي او که پاملرنه ورته ونه شي ، نو د دې ولایت مرکز به د طالبانو لاس ته لویږي.

خو په ورته وخت کې د تخار والي د دغه ولایت په یو شمیر برخو کې لوړ امنیت ګواښ تاییدوي او وايي چې د دولت یو لوړ پوړی پلاوی به تخار ته سفر وکړي ترڅو په دغه ولایت کې د امنیتي ګواښونو لپاره يوه حل لاره ومومي.

بايد وويل شي چې د تخار د سقوط خبر په داسي حال کې خپريږي چې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان سکات ملير د افغانستان شمال ته په سفر کې وويل چې د شمالي ولايتونو د امنيت لپاره به يوه نوي ترحه جوړه کړي.

له کندوز وروسته ددافغانستان په شمال کې تخار دويم ولايت دی چې د سقوط خبرونه يې خپريږي.
څه مودهموده مخکي د کندوز سقوط خبرونه هم ورکړل شوي وو.
د کندزو ولايت د ولايتي شورا وکيلانو خبريال ته ويلي وو چې کندوز د طالبانو له يو ستر خطر سره مخ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance