The news is by your side.

د ننګرهار په غني خيلو ولسوالۍ بريد درته مرګ ژوبله اړولي

خبريال ويبپاڼه / د غني خيلو ولسوالۍ مقام ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، دلومړنيو معلوماتو له مخې چاودنه دولس او شل دقیقې و شوه.

ياد بريد د ،څو تنو بریدګرو له خوا تر سره چې غوښتل يې د ولسوالۍ مقام ته د ننه شي خو د ترهګرو دغه ترهکريز پلان د امنیتي ځواکونو لخوا شنډ او بريد کوونکي ترهګر پکي ووژل شول،

هيره دې نه وي چې په ياده پېښه کې تر اوسه ۱۳ شهیدان او تر ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.

خو عيني شاهدان او ځايي اوسيدونکي وايې چې شايد د مرګ ژوبلي کچه تر هم ډيره لوړه شي.
دغني خيلو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي خبريال ويبپاڼې د ټيليفون په کرښه وويل چې د ولسوالۍ په بازار کې حالت ترينګلي دی پوليس چاته د تګ را ټګ اجازه نه ورکول کيږي دی وايې يوازي په بازار کې د امبولانسونو غږ اوريدل کيږي.

هيره دپ نه وي چې ټپيان نږدي د غني خيلو ولسوالۍ ملکي روغتون او ځينې نور د ننګرهار عامه روغتون ته وړل شوي دي.

دا بريد په داسي مهال کې شوی چې څه موده مخې هم د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد زندان هم ورته بريد شوی وو چې د ۲۴ ساعتونو سختي جکړي په ارڅ کې په زيات شمير عام او دواتي چاورکي شهيد او ټپيان شول.

په افغانستان کې جکړي او.بريدونو په داسي وخت کې زور نيولی چې د افغان حګومت او  طالبانو مرکچي پلاوی د سولي په خبرو بوخت دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.