The news is by your side.

د يوه شهيد ماشوم يوه جمله د ټول اقغانستان کيسه

خبريال ويبپاڼه / پرون له هغه وروسته چې د غني خيلو ولسوالۍ مقام ته څېرمه موټر بم چاودنه و شوه، د معلوماتو له مخې چاودنه دولس او شل دقیقې و شوه.

دا بريد د وطن او هيواد دوښمنانو دومره په مهارت پلان کړی چې په ياده پېښه کې تر اوسه تر ۱۴ زيات کسان شهیدان او تر ۴۰ زيات ټپيان شوي دي.

هيره دې نه وي چې ددې پيښه تر ټولو زړه بګنونکي حالت هغه ماشومانو رامنځته کړ چې له ښوونځي خپل کور ته روان وو.
په دغه پيښه کې تر ډيره هغه تنګي ماشومان شهيدان او ژوبل شوي چې ښوونځي ته تللي وو.

د په دغه پيښه کې د يو ښهيد شوي ماشوم په ماته ګوډه ليکني هغې جملي ټول افغانان ولړزول چې د پښيې په صحنه کې په وينو لړلي کتابچه يې ومومندل شوه.
د کتابچې په يوه وينو لړلي پاڼه په په ماشومانه انداز له ډير بې وسۍ وروسته ليکل شوي وو(( عجيبه خلک دي سړی ورته حيران پاتي شي))
دا شومام شايد  له څو ځله داسي مرګونو ، چاودنو ، وژنو ، غمونو ، او لويو ناورينو سره په دا دومره واړه عمر مخ شوی وي له هغه ورسته يې د زړه له سوخته  دا جمله  ليکلي وي ، دې ماشوم شايد دا جمله د خپلي غريبۍ او بې وسۍ له انتها څخه ليکلي وي، دې ماشوم دا جمله شايد د خپل شهيد ورور ، شهيد ، پلار له شهادت وروسته ليکلي وي.

دې ماشوم رښتيا ويل چې عجيبه خلک دي سړی ورته حيران پاتي شي، ځکه دې خلکو نه په ماشومانو رحم وکړ ، نه يې په ميرمنو ، نه يې په سپين ږيرو حتی نه مو په قران او جومات رحم کوي.

نو داسي خلکو ته به چې بيا هم د ملسماني دعوه کوي او د خلکو په وژلو جنت ګټي.د حورو د تر لاسه کولو لپاره تر حورو بهترين مخلوق وژني، زخمي او ټبي کوي يې.
نو تاسي وواياست؟  څنګه به داسي خلکو ته حيران نشي سړی. څنګه به ورته سړی مسلمان وويې ، څنګه به سړی ورته انسان ووايې ، څنګه به د سړي له داسي انسانيت او داسي اسلام  څخه چې دوی معرفي کوي کرکه ونشي.

دا داعش ، دا طالبان ، دا نورو ډلې ټپلي چې د اسلام په نامه د اسلام په لمن تک تور داغ دی ، د اسلام په سپکولو او توهين پسي راوتي.

اسلام يې د وژنو ، قتلو او چادونو، خوشنت او زورواکۍ دين معرفی کړی دی ، هغه څه چې دوی يې کوي هغه بلکل په اسلام کې نشته دا اسلام نه دی چې دوی وايې ، دوی يې کوي ، بلکي دا ددې ډلو خپله لاره اوسياست دی.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance