د چارو ادارې په نوم پر ولسمشر فاسده کړۍ را تاو شوې
خبريال وېب پاڼه/ تازه په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمين پر افغان حکومت او ادره امور یا چارو ادارې سختي نيوکې وکړې.
د هغه پر خبره د اداره امور یا چارو ادارې پر نامه پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني يوه داسې فاسده کړۍ را تاو شوې چې افغانستان يې له سخت بحراني حالت او لوی ناورين سره مخ کړی دی او ولسمشر يې داسې محاصره کړی چې د افغانستان له اوسني حالت څخه بيخي ناخبره دی، يوازې د خپلې خوښې خبر تر ولسمشر پورې رسوي نور يې هر څه داسې تنظم کړي چې يوازې خپلې ګټې يې په کې شتون ولري.
د ولسمشر د ناخبرۍ ښه ثبوت ننۍ ويډيو ده چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کيږي.
ولسمشر په ويډيو کې وايې ټول افغانستان مې جوړ کړ. يوازې پکتيکا پاتې ده هغه مې د کليو او پراختيا وزير ته امر کړی چې پکتيکا ولايت هم جوړ کړي.
ښاغلي کمين زياته کړه چې د اوسني حکومت ټولې چاري د اداره امور پر نوم د يوې ادراې او څو محدودو چاوراکو او د دې ادارې د مشر فضل محمود فضلي په لاس کې دي او ټولې چارې پر مخ وړي چې هېواد او نظام يې له سخت بحراني حالت او لوی ناورين سره مخ کړی دی.
د هغه په خبره که څه هم د افغانستان اوسنی نظام د ډيموکراسۍ پر بنسټ ولاړ دی او هر افغان حق لري چې د خپل هېواد لپاره کار وکړي، د هېواد په سياست، حکومتي او داسې نورو چارو کې د خپل لياقت او وړتيا په تناسب کار وکړي. خو ولې د يو څو محدودو چارواکو له لاسه هر څه تحريف او په خپل لاس کې نيول شوی دي.
خو د چارو ادارې یا د اداره امور پر نامه يوې فاسدې کړۍ د هر څه مخه نيولې، د حکومت ټولو چارې پر خپله خوښه، د خپلوۍ، انډیوالۍ او فساد په واسطه پر مخ وړي.
ټول افغان سیاسيون، د ولسي جرګې وکيلان او عام وګړي پر دغې ادارې تور لګوي چې د هېواد روان ناورين د دې ادارې او يو څو تنو چارواکو له لاسه رامنځته شوی دی.
هېره دې نه وي چې په ولسي جرګې د کندرهار د خلکو استازي ګل احمد کمین پر دغې ادارې او د دې ادارې په چارواکو نيوکې د ولسي جرګي په عامه جلسه کې وکړي.
ښاغلی کمين وويل ولسمشر خبر نه دی خو ولې د ارادره امور چارواکي يې په نامه شفاهي فرمانونه صادروي.
بايد وويل شي چې د چارو د ادارې یا ادره امور اوسنی مشر ډاکټر فضل محمود فضلي دی چې په ټولنيزو رسنيو کې هم له سختو نيوکو سره مخ شوی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.