The news is by your side.

ننګرهار کې په فني توګه د کانونو کېندنه او پروسس چارې پیلیږي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار په هغو سیمو کې چې قانوني خنډ او ستونزې نه وي موجودې، د ننګرهار د والي ضیاءالحق امرخېل په لارښوونه د کانونو کیندنې او پروسس چااې پیلیږي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل نن (دوشنبه تلې ١٤مه) له پلازمېنې د کانونو وزارت له راغلي پلاوي سره لیدنه کې د ننګرهار د کانونو ریاست ته لارښوونه وکړه، چې د ځانګړي مېکانېزم او پلان له مخې په هغو سیمو کې چې قانوني خنډ او ستونزې په کې موجودې نه وي د کانونو کیندنه پیل کړي او د پروسس چارې هم ترسره کړي.

ښاغلی امرخېل وایي، د کانونو له کېندنې او پروسس یې اساسي موخه خلکو ته د کاري فرصت برابرول دي، څو خپلو کورنیو ته له دې لارې حلاله نفقه وګټي.

د کانونو د کیندنې په تړاو پرېکړه وشوه چې پلان یې باید ژر تر ژره جوړ او عملپ تطبیق شي، تخنیکي ډلې به د سیمو د ارزونې په موخه هم ژر څېړنې پیل کړي.

افغانستان کې د فني کارکوونکو د نه شتون او جګړې له کبله طالبان طالباناو نور وسله وال کانونه په غیر قانوني او غیر فني توګه استخراجوي.

د کانونو غیر قانوني کېندنې نه طالبان له ٢ میلیون ډېر ډالر لاسته راوړي هلمند، کونړ، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې له کلونو کلونو راهیسې د غیر فني کسانو له لوري د کانونو کیندنه روانه ده چې ګټه یې مستقیماً پاکستان ته روانه ده او طالبان او نور وسله وال هم ترې دوه میلیونه ډېر ډالره ګټه لاسته راوړي.

د کانونو غیر فتني او غیر قانوني کېندنه د افغانستان په هغو سیمو کې زیاته ده چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او طالبان هم د دې له لارې په لاسته راغلې ګټه کې سهیم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance