The news is by your side.

کونړ کې ٦ طالب او ٤٠ داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شول

خبریال وېب پاڼه/ کونړ ولایت کې د شپږ وسله والو طالبانو په ګډون ٤٠ داعشیانو وسلې پر ځمکه کېښودې او افغان حکومت ته تسلیم شول.

د کونړ ولایت ملي امنیت په مرسته یاد وسله وال د سولې له پروسې سره یو ځای شول او ٢٨ میله کلاشینکوفونه، ٨ راکټونه او ٤ میله پیکا سره حکومت ته تسلیم شول.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، دوی د څلورو ډله مشرانو سره یو ځای د کونړ ملي امنیت ته تسلیم شول او غواړي له جګړې پرته عادي ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په ننګرهار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې مهم مهم غړي په لویو بریدونو کې یې لاس درلود او د نورو بریدونو لپاره یې تابیا درلوده، له مهماتو سره یو ځای ونیول شول.

په وروستیو میاشتو کې د سولې له پروسې سره د وسله والو طالبانو او داعشیانو یو ځای کم رنګ شوي، خو لا هم ډېر شمېر وسله وال له جګړې ستړي خو له ناکامه او د مشرانو له وېرې جګړه کوي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو لپاره افغان حکومت د طالبانو زرګونه بندیان خوشې کړل، خو اوس داسې شواهد موندل شوي چې د خوشې شویو طالبانو زیاته برخه بېرته جګړې ته ګرځېدلي ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance